د قوشتېپې کانال ګټې اخیستنې ته نږدې شوی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکی کې د آمو سیند اوبه دغه کانال ته ورخوشې شی.
دغه طرحه د افغانستان له سترو اوبیزو پروژو څخه ګڼل کېږی چې د آمو سیند د اوبو د لېږد او د هېواد په شمال کې د سلګونه زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو په موخه پیل شوې ده.
د ملی پراختیا شرکت وایی چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې 99 سلنه بشپړې شوې او ترڅنګ یې د 47 پلونو او د اوبو د مدیریت اړوندو بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو چارې هم روانې دی.
د دغه شرکت ویاند، نبیالله ارغندیوال په دې تړاو وایی: «موږ ویلای شو چې د دغه کانال د جوړولو چارې په وروستیو پړاوونو کې دی او د ملی پراختیا شرکت هڅه کوی چې په نږدې راتلونکی کې د آمو سیند اوبه د قوشتېپې کانال سربند او عمومی کانال ته ورخوشې کړی.»
نوموړی دغه راز زیاتوی چې د کانال د سربندونو د جوړولو چارې دوام لری او دغه شرکت د پروژې د پلی کېدو له بهیر څخه د سمې څارنې ډاډ ورکوی.
د دغې پروژې بشپړېدل کولای شی د کرنیزو ځمکو د پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالی، د کاری فرصتونو د رامنځته کولو او د ځینو خوراکی توکو پر وارداتو د افغانستان د اتکا د کمولو زمینه برابره کړی.
د اقتصادی چارو شنونکی، میرشکیب میر په دې تړاو زیاته کړه: «مهمه مساله دا ده چې افغانستان باید د دغه کانال د اوبولګولو په سیسټم کې اړین اصلاحات رامنځته کړی، څو د قوشتېپې له اوبو اغېزناکه ګټه واخیستل شی او د کرنې سکټور د پیاوړتیا او پراختیا زمینه برابره شی.»
لومړنۍ اټکلونه ښیی چې د قوشتېپې کانال په یوه ثانیه کې د نږدې 650 متر مکعب اوبو د لېږد ظرفیت لری او اټکل کېږی چې ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو وروسته به له دوه نیم میلیونه تر درې میلیونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړی.
د کرنې او مالدارۍ خونې اجراییوی رییس، وسیم صافی په دې تړاو وایی: «د قوشتېپې کانال په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو له سترو پروژو څخه دی او کولای شی د کرنې سکټور د پراختیا زمینه برابره کړی. دغه راز، هغه ځمکې چې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله له خړوبېدو بېبرخې پاتې شوې دی، د دغه کانال په بشپړېدو سره بېرته خړوبې او ښېرازه کېدای شی.»
د افغانستان د کرنې د پراختیا لپاره د دغې پروژې پر اهمیت سربېره، د آمو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې څرنګوالی او د دغه سیند پر ښکته پرتو هېوادونو د هغې اغېزو ته هم پام شوی دی.
تر دې وړاندې د اوزبېکستان د اوبو سرچینو وزیر ویلی وو چې افغانستان د آمو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې حق لری؛ خو د اوبو د اخیستنې کچه باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او هوکړې له لارې وټاکل شی.
