Back
ناټو:په پکتیا کې مو د حقانی شبکې په لسګونو وسلوال وژلی
Published: 1389/05/24 0:0News ID: 1362Source: آژانس خبری ایرکا

د ناټوځواکونه په پکتیا ولایت کې د ناټو او افغان ځواکونو له خوا د وروستیو پوځی عملیاتو په ترڅ کې د حقانی شبکې د په لسګونو وسله والو غړېو د وژل کېدو خبر ورکوی. ناټو په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلی، چې په وژل شوېو کې بهرنی سخت دریځی هم شامل دی. ناټو په پکتیا او خوست ولایتونو کې د دې شبکې پرضد چې له القاعده سره په تړاو تورنه ده، په وروستیو څو ورځو کې پوځی عملیات سخت کړی دی.
افغان او ناټو ځواکونو په پکتیا ولایت کې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې د حقانی شبکې څه باندې شل وسله وال غړی وژلی دی. په وژل شوېو کې عرب، چیچنیایان او پاکستانیان هم شامل دی.
ناټو پرون په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې دا په سیمه کې د حقانی شبکې په وړاندې چې له القاعده سره تړاو لری د افغان او نړېوالو ځواکونود هغو پراخو عملیاتو یوه برخه ده چې له تېرې چهارشنبې راهیسی پیل شوی دی.
ناټو ویلی افغان او نړېوالو ځواکونو د پکتیا ولایت په ځدراڼو ولسوالۍ کې د حقانی شبکې هغه په لسګونو وسله وال محاصره کړی وو، چې په سیمه کې یی د پکتیا او ګردیز ترمنځ پر لویه لاره او په کابل کې حملې ترسره کولې.
ناټو په خپرې کړې خبرپاڼه کې دغه راز ویلی، چې ګډو ځواکونو یو زیات شمېر چاودیدونکی وسیلې، د بمونو جوړولو وسایل، مهمات او وسلې ترلاسه کړی او هغه یی له منځه وړی دی.
د ناټو ځواکونو همدا شان په هوایی بمباری کې د دښمن ترځمکې لاندې د وسلو او مهماتو یوه ډیپو هم له منځه وړې ده.
د اسوشتید پریس خبر اژانس د راپور له مخې د ناټو ځواکونو یوه ویاند ډګروال رافایل توریس ویلی، چې حقانی شبکه هڅه کوی چې د خوست ګردیځ ترمنځ پر لویی لارې کنټرول ټینګ کړی، سیمه ایزه اداره کمزوری کړی اوله پاکستانه افغانستان ته د بهرنیو وسله والو او وسلو اوچاودیدونکو موادو د قاچاق لپاره اسانتیاوې رامنځته کړی.
تردې وړاندې ناټو د دې شبکې د څو مهمو غړېو د نیول کېدو خبر ورکړی وو.
ناټو ویلی وو، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یی د خوست ولایت په مندوزېو ولسوالۍ کې د حقانی شبکې د یوه قوماندان د مرستیال په ګډون چې په سیمه کې یی د حقانی شبکې نورو غړېو ته د وسله په رسولو کې مرسته کوله، یو شمېر وسله وال نیولی دی.
د حقانی شبکې یو بل غړی یوه ورځ مخکې په پکتیا ولایت کې نیول شوی وو. د دې قوماندانانو نومونه نه دی اخیستل شوی خو ویل شوی چې دوی له پاکستانه د وسلو مهماتو او بمونو جوړولو د موادو په قاچاق کې لاس کې درلود.
امریکایی چارواکی حقانی شبکې ته چې جلال الدین حقانی او د هغه زوی سراج الدین حقانی یی مشری کوی، له القاعده شبکې سره د اړیکو په خاطر د یوې ډیر خطرناکې ډلې په سترګه ګوری.
دا ډله په خوست کې د امریکا د استخباراتو د مرکزی ادارې سی، ای، اې په یوه مرکز کې په هغې حملی تورنه ده چې تېر کال د ډیسمبر په دیرشمه وشوه او د سی، ای، اې اوه تنه چارواکی په کې ووژل شول.
همدا راز ویل کیږی، چې دې شبکې په مرکز کابل کې هم په ګڼ شمېر بریدونو کې لاس درلود.
د حقانی شبکې پرضد په پکتیا او خوست ولایتونو کې د مخکینیو دووعملیاتو په ترڅ کې چې په تیرجون میاشت کې ترسره شول د دی شبکې څه باندې 50 وسله وال وژل شوی وو،په وژل شوېو کې د دې شبکې یو شمېر مهم سیمه ایز قوماندانان هم شامل دی.
د حقانی ډلې مرکزونه زیاتره په شمالی وزیرستان کې دی. دا هغه قبایلی سیمه ده چې امریکایی ځواکونه د ځمکنیو عملیاتو اجازه په کې نه لری.
د پاکستان پوځ تردې دمه د حقانی شبکې پرضد د ځمکنیو عملیاتو د پیل لپاره د امریکایی چارواکو د غوښتنو په وړاندې مقاومت کړی دی.