Back
کندهار کې 17 ټنه چاودېدونکی توکی ونیول شول
Published: 1389/05/25 0:0News ID: 1385Source: ایرکا خبری آژانس

د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ اوپراتیفی پولیسو پرون مازیګر یومازدا موټر،چې پکې په زرگونه کیلوگرامه چاودېدونکی توکی بار وو د څلوروتنو سره یو ځای ونیول.
د یادو چاودېدونکو توکو د نیولو په اړه د کندهار ولایت د 404 میوند زون قومندان جنرال شفیق افضلی کلید ته وویل، دغه چاودیدونکی توکی په یوه مازدا موټرکې، چې دپلېټ نمبر یې د پاکستان هېواد و د بولدک له سرحده تر راتېرېدو وروسته د کندهار په گمرک کی ونیول شول.
افضلی زیاته کړه، له دغو توکو سره یو ځاى څلور کسه هم نیول شوی.
د افضلی په وینا، یاد چاودېدونکی توکی، چې ټول وزن یې 17 ټنه کېږی په ډبو او پیپونو کې ځاى پرځاى شوی وو.
دغه چاودېدونکی توکی په داسې حال کې نیول کیږی، چې تېرکال هم د روژې په میاشت کې زیاته اندازه چاودیدونکی توکی، چې په یوه ټانکرموټرکې ځاى پرځاى شوی وو د چاودېدلو له امله یې گڼ شمېرعامو وگړو ته مرگ ژوبله اړولې وه.