د دولسم ټولګی له دوه زرو شپږ سوو فارغینو څخه نن په کابل پوهنتنون کې د شپې پوهنځیو لپاره د کانکور ازموېنه واخستل شوه. د لوړو زده کړو وزارت تدریسی مرستیال پوهنوال محمدعثمان بابری خبریالانوته وویل، چې له یادو دوو زرو شپږ سوو فارغینو څخه به یواځې 17 سوه د کابل پوهنتون او ښووونې او روزنې پوهنتونو ته لاره پیداکړی. د بابری په وینا، د شپې پوهنځیو لپاره د کانکور د نننۍ ازموېنې پایلې به د روانې میاشتې په پاى کې اعلام شی. نوموړی زیاته کړه، چې په راتلونکې کې به دغه راز ازموینې د ننګرهار، مزار، کندهار او هرات پوهنتونونو کې هم واخستل شی. د یادولو وړ ده، چې اوس مهال د کابل پوهنتون د شپې په برخه کې درې زره محصلین په نهو بېلابېلو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دی.