وروسته له دې، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومی قومندان جنرال ډېوېډ پېتریوس وویل، چې د 2011 کال د جولای میاشت کې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل حتمی نه دی، سپینې ماڼۍ وویل، چې په دې پرېکړه کې بدلون د بحث وړ نه دى. د سپینې ماڼۍ یوه ویاند بېل برټن د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د ایستلو په باب د جمهور رئیس بارک اوباما له لوری اعلان شوې نېټه بدلېدای نه شی او د جنرال پیټریوس د څرګندونو نقل قول نیمګړى شوى و. جنرال ډېوېډ پېټریوس ویلی وو، چې له افغانستانه د 2011 کال په جولای کې د امریکایی ځواکونو د وتلو پیل له دې سره تړواو لری، چې د دې هېواد حالات څه ډول دی. خو د سپینې ماڼۍ ویاند برټن وایی، چې د جمهور رئیس خبره ښکاره ده او په دې برخه کې د هغه او د ده د قومندانانو ترمنځ کوم اختلاف هم نشته. د سپینې ماڼۍ ویاند په عین حال کې وویل، چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د ایستلو شمېر به مشروط وی. له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې وویل، چې باید د هیچا په ذهن کې دا ونه ګرځی، چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د ایستلو په نېټه کې بدلون راځی. ده وویل، امریکایی پوځیان به د 2011 کال له جولایه له افغانستانه وتل پیل کړی.