Back
بهرنیو ځواکونو د یوه قومی مشر پر کور عملیات تر سره کړل
Published: 1389/05/26 0:0News ID: 1409Source: ایرکا خبری آژانس

بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د سرې کلا په کلی کې د قومی مشر حاجی عمر خان پر کورعملیات ترسره کړل او د عمرخان په ګډون یې د هغه د کورنۍ 4 تنه غړی له ځان سره یوړل.
د نوموړې کورنۍ یو تن غړى، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شی کلید ته وویل، چې د شپی ناوخته د پېشنمی پرمهال بهرنی ځواکونه د دوی کوررنو ته ورغلل او له پلټنې وروسته یې حاجی عمرخان او د هغه څلور ورېرونه له ځان سره یو ړل.
د حاجی ګلا خان په نامه د سیمې یوه قومی مشر هم په دې اړه کلید ته وویل، چې حاجی عمر خان یو قومی مشر و، چې قومی شخړې به یې د مرکو جرګو له لارې حل کولې او له هیچا سره یې کومې اړیکې نه لرلې.
بهرنیو ځواکونو په دې سیمه کې عملیات تائید کړی، خو د نیول شویو کسانو په اړه یی معلومات نه دی ورکړی، چې په کوم توریې نیولی دی.
د پکتیکا ولایت دولتی چارواکو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د مټاخان په ولسوالۍ کې هم ورته عملیات شوی وو، چې بهرنیوځواکونو پکې د 6 تنو وسلوالو طالبانو د نیولوخبر ورکړی و.