Back
ولې جان کیری یوه ورځ وروسته بېرته افغانستان ته راستون شو؟
Published: 1389/05/29 0:0News ID: 1474Source: آژانس خبری ایرکا

سناتور جان کیری چې د کانګریس د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشری پر غاړه لری، له ګاونډی هېواد پاکستان نه بېرته کابل ته راستون شوی دی. خو نورو منابعو بیا ویلی، چې کیری غواړی په افغانستان کې د خصوصی امنیتی کمپنیو د تړولو په مساله کې له حامد کرزی سره وغږیږی او پر هغه فشار راولی، چې د دغو کمپنیو د تړولو لپاره په ورکړل شوی څلور میاشتنی ضرب الاجل کې له نرمۍ کار واخلی.
د جان کیری ویاند فرید جانس په دې اړه چې ولې ښاغلی کیری بېرته افغانستان ته راغلی څه نه دی ویلی، خو څرګنده کړې یې ده، چې د جمعې په ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزی سره له کتنې وروسته به په دې اړه جزیات ورکړی.
د امریکا د دفاع وزارت ویلی، د خصوصی امینتی کمپنیو د تړولو په اړه د ولسمشر کرزی پریکړه او څلور میاشتنې ضرب الاجل تهاجمی او خطرناک دی.
رویټرز اژانس وایی، ولسمشر کرزی د تیرې سې شنبې په ورځ له جان کیری سره له کتنې څو ساعته وروسته د خصوصی امنیتی کمپنیو په اړه خپل فرمان صادر کړ.
راپورونه وایی، چې ښاغلی کیری په دغې کتنه کې له جمهور رییس کرزی وغوښتل چې د اداری فساد پرضد مبارزه پراخه کړی او د ښه حکومتدارۍ په برخه کې لا نورګامونه واخلی.
له دې نه وړاندې دغه امریکایی سناتور له ځانګړې مرکه کې وویل، چې د خصوصی امنیتی کمپنیو نشتوالۍ د افغانستان په ګټه دی خو د دې لپاره یوه مناسب مهال ویش ته اړتیا ده.
په تیره اکتوبر میاشت کې جان کیری کابل ته راغی څو افغان ولسمشر په دې قانع کړی، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو چې له درغلیو ډک وبلل شوه، د دوهمې دورې لپاره غاړه کیږدی.
حامد کرزی د نوموړی غوښتنه ومنله او دا کار د سناتور کیری لپاره یوه ډیپلوماتیک بری وګڼل شو.
یوه امریکایی مقام چې نوم یې نه دی ذکر شوی ویلی، د خصوصی امنیتو کمپنیو د تړلو موضوع نوې نه ده خو د دې کار لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل حیرانونکی دی.
د دغه امریکایی مقام په وینا د امریکا حکومت په دې اړه له افغان ولسمشر سره خبرې او سلا مشورې ترسره کړی دی.
جمهور رییس کرزی په دې وروستیو کې ویلی، خصوصی امنیتی کمپنۍ درانه لګښتونه لری او د افغانستان په موجودو بدبختیو او نا امنیو کې دخیلې دی.
د ښاغلی کرزی په فرمان کې راغلی، چې خصوصی امینتی کمپنۍ باید وتړل شی څو د وسلو د ناوړه استعمال چې د پیښو سبب کیږی مخنیوی وشی.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا 40 زره کسان په مختلفو خصوصی امینتی کمپنیو کې چې د نړیوالو ځواکونو او د بهرنیو پانګه اچونکو د امینت لپاره فعالیت کوی، کار کوی.
خو د راپورونو پر اساس د دغو کمپنیو له ډلې څخه یوازې 52 یې له افغان دولت سره راجسټر دی.