وسلوالو طالبانو د هلمند د ګرېشک په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د شرکت پر امنیتی کسانو برید کې 30 ساتونکی وژلی، 19 یې ټپیان کړی او د هغوى 31 پوستې یې له منځه وړې دی. دا څرګندونې د هلمند د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال کمال الدین رسنیو ته وکړې او ویې ویل، چې دا برید وړمه ورځ د ګرېشک د میرمنداب په سیمه کې رامنځته شوى دى. د نوموړی په وینا، طالبانو د یاد شوی شرکت د 7 امنیتی پوستو قوماندانان له یوه اندازه وسلو او یو شمېر موټرو سره نیولی او د شرکت ګڼ شمېر موټر یې سوځولی دی . د ده په وینا، د شرکت امنیتی کسانو ته دا مرګ ژوبله د یوې داخلی توطیې له لارې اړول شوې ده . نوموړی وویل، چې وسلوالو طالبانو دغه برید د دې شرکت له هغو سلو ساتونکیو سره په همغږۍ تر سره کړى، چې په دې وروستیو کې نوی په دندو ګومارل شوی وو. د هلمند د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وایی، چې د یادو ټپیانو یو شمېر یې په ګرېشک کې په دولتی روغتون او یو شمېر یې په هلمند کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو په اډه کې تر درملنې لاندې دی. د دې شرکت یو کارکوونکى محمد طاهر وایی، چې شاوخوا دوه زره وسلوالو طالبانو د دې شرکت پر امنیتی پوستو برید وکړ او 25 ساتونکی په کې ووژل شول . خو د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وایی، چې دومره ډېرو طالبانو په دې برید کې ونډه نه لرله .