د نورو ولایتونو په څېر د کندهار ولایت اوسېدونکی او کاندیدان هم اندېښنه لری، چې امنیت به د ولسی جرګې د ټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړی. د کندهار اوسېدونکی وایی، داسې ورځې ډېرې کمې راځی، چې په دې ولایت کې دې کومه امنیتی پېښه رامنځته نه شی. د دوى په خبره، که چېرې امنیتی ستونزې همداسې دوام ولری، نور ډېر لږ خلک به په ټاکنو کې برخه واخلی. د کندهار ښار اوسېدونکى 25 کلن عزیز افغان وایی، چې د کندهار امنیتی وضعه په دې وروستیو کې ډېر خرابره شوې ده: د ډېرو امنیتی ځواکونو باوجود بیاهم د خلکو امنیت نه دى خوندی سوى او هره ورځ دولتی او غیر دولتی خلک وژل کېږی، نو که چېرې امنیت رانه سی او دولت له خلکو سره همغږى نه سی، نو د ټاکنو ترسره کول ناممکنه خبره ده. دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار ښار ګڼ شمېر ښځینه اوسېدونکې هم امنیتی ستونزې لری او په وینا یې، دا مهال دوى ته له کورونو څخه د وتلو زمینه لکه څنګه چې ښایی نه ده برابره شوې. د هغې په وینا، په تېرو ټاکنو کې امنیت د ډاډ وړ و، نو ځکه ټولو ښځو خپله رایه وکاروله. هغه وایی، که چېرې اوس هم د ټاکنو پر مهال امنیت ونیول شی، ښځې چمتو دی، چې د ولسی جرګې په ټاکنو کې برخه واخلی او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړی: امنیت خراب دى، نو څنګه به وکولاى سو، چې خپله رایه ورکړو. کله چې له کورونو څخه د بازار پر لوری ځو، نو ځان ډاډمن نه احساسوو او که چېرې دولت امنیت راولی، نو حتمی به خپله رایه وکاروو. د عامو خلکو ترڅنګ کاندیدان هم امنیتی ستونزو سخت اندېښمن کړی دی. د دوى په وینا، په ښار کې کمپاین نه شی کولاى او په لاره کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوی دی. له کندهار ولایت څخه ولسی جرګې ته کاندید محمد نعیم حمیدزى لالى په دې اړه وایی: اوس مهال هېڅ کاندید نه شی کولاى، چې په ولسوالیو کې کمپاین وکړی، بغیر له څو محدودو ولسوالیو، چې هلته څه ناڅه امنیت شته دی. همداشان له ښار څخه په لږ لرې سیمو کې هم د کمپاین ترسره کول ناممکن دی، چې په دې لړۍ کې خپله پرما د ماین چاودنه شوې ده. د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستیال محمد شاه فاروقی بیا د کندهار ښاریانو او کاندیدانو اندېښنې پرځاى نه بولی او وایی، چې په ښار کې ډاډمن امنیت تامین دى او هېڅ ډول امنیتی ستونزه نشته ده. د هغه په وینا، د ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره یې بېلابیل امنیتی پلانونه په پام کې نیولی، چې یو شمېر یې پیل شوی او پاتې نور به یې ټاکنو ته په نژدې ورځو کې پیل شی: موږ خلکو ته ډاډ ورکوو، چې په انتخاباتو کې به هېڅ ډول امنیتی ستونزه رامنځته نه سی، ځکه په دې هدف مو له وړاندې په ولسوالیو او نورو سیمو کی د ملی اردو، ملی پولیسو او ایتلافی ځواکونو په ملتیا عملیات پیل کړی، چې تر دا مهاله موږ ښې لاسته راوړنې لرو. همداشان مو د ښار او ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې امنیتی پوستې ځاى پرځاى کړې دی. په کندهار کې د امنیت په اړه د خلکو او کاندیدانو اندېښنې په داسې حال کې مطبوعاتو ته راوتې دی، چې په کابل کې د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ناامنۍ او انتخاباتی سرغړونو په اړه بشپړ راپور خپور کړی دی. رپوټ امنیتی ستونزې د ټاکنو په وړاندې له مهمو ننګونو بللې او وایی، چې د انتخاباتی کمپاین له پیل راهیسې د حکومت د وسله والو مخالفینو او سیمه ییزو زورواکو لخوا ګڼ شمېر کاندیدان ګواښل شوی او په دې تړاو په ځینې سیمو کې شپې پاڼې هم خپرې شوې، چې په وینا یې په دې لړ کې د ښځینه کاندیدانو د ګواښلو پېښې هم د پام وړ دی. فیفا زیاته کړې: همدا لامل دی، چې د افغانستان په 14 ولایتونو کې کاندیدانو هغه شان، چې لازمه ده، کمپاین نه دی کړی او ټاکنیز کمپاین یې یوازې تر شخصی لیدنو کتنو محدود پاتې شوی دی.