Back
فاریاب کې وسله والو مخالفینو 9 تنه وتښتول
Published: 1389/06/08 0:0News ID: 1635Source: ایرکا خبری آژانس

په فاریاب ولایت کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو د یوه پولیس په ګډون د دوو موسېسو 9 تنه کارکونکی وتښتول.
یاد شوی کسان د هغه ولایت له قرمقل او کوهستان ولسوالیو څخه وړل شوی دی.
عبد الواحد ناصری د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوال وویل، چې د راه نجات موسېسې 4 ښځینه ډاکترانې سره له یوه موټر چلونکی تېره ورځ د هغه ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه د دولت ضد مخالفینو تښتولی دی.
ناصری زیاته کړه، چې تښتول شویو کسانو پرته له دې، چې دولتی یا امنیتی چارواکوته ووایی سیمی ته تللی وو.
همداراز د هغه ولایت له کوهستان ولسوالۍ څخه هم د اکتید موسېسې 4 تنه انجنیران سره د یو پولیس، چی په شخصی جامو کې کور ته روان وو هم نیول شوی دی.
عبد الستار بارز د فاریاب مرستیال والی وایی، چې دوی د خپلو اړوندو کار د ترسره کولو لپاره هغې ولسوالۍ ته تللی وو، چې د مخالفینو له لوری تښتول شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې هم د ادا او Save the children موسېسې کارکونکی په دغه ولایت کې د دولت ضد مخالفینو له خوا تښتول شوی وو، چې یو شمېر یې د ځایی سپین ږیرو او امنیتی ځواکونو په مرسته بېرته خوشې شول.