Back
په تېرو 3 ورځو کې 14 امریکایی سرتیری وژل شوی
Published: 1389/06/09 0:0News ID: 1656Source: ایرکا خبری آژانس

ناټو ځواکونو ویلی، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې په دوو جلا حملو کې اووه نور امریکایی پوځیان ووژل شول.
داپه داسی حال کې ده، چې تر دې مخکې په ورتېرو دوو ورځو کې هم اووه تنه امریکایی پوځیان وژل شوی وو.
د دغو اوو امریکایی عسکرو له وژل کېدو سره په تېرو درو ورځو کې د امریکایی پوځیانود تلفاتو شمېره څوارلس تنو ته ورسېده.
ناټو د وژل شویو عسکرو په باب زیات جزییات نه دی ورکړی.
د امریکایی چارواکو په وینا، افغانستان ته د لسګونو زرو اضافی سرتېرو له لېږلو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د هغو له پرمختګ سره د دوى د تلفاتو شمېر زیات شوى دى.
د دوشنبې په ورځ د اوو نورو امریکایی پوځیانو له وژل کېدو سره په روان اګست کې د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېره 49 تنو ته ورسېده
خو لا هم د تېرې میاشتې په پرتله کم دى.
تېره میاشت (جولای) په افغانستان کې ټولټال 66 امریکایی پوځیان وژل شوی وو، چې په نهه کلنه جګړه کې په یوه میاشت کې تر ټولو زیات تلفات وو.
په همدې حال کې د زابل د والی ویاند محمدجان رسولیار وویل، چې ناټو ځواکونو په دې ولایت کې 24 طالبان هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې په موټر سایکلونو او موټر کې د پاکستان خاورې ته واوړی.