Back
دولسی جرګې د14 نوروکاندیدانو نومونه هم لرې شول
Published: 1389/06/10 0:0News ID: 1681Source: ایرکا خبری آژانس

له دولتی دندو څخه د استعفى د نه ورکولو له کبله، دولسی جرګې د کاندیدانو له لېست څخه د14 نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول.
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ویاند او غړی احمدضیا رفعت په کابل کې د یوې خبری غونډې پرمهال وویل ، چې د کمېسیون له لوری دغه پرېکړه د خلکو د نیوکو او د دوى د پلټنو په ترڅ کې شوې ده .
رفعت وایی، چې د نومونو د لرې کولو دغه لړۍ به د ټاکنو تر ورځې پورې روانه وی.
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د معلوماتو له مخې ، له ابتدایی لېست څخه تراوسمهاله 76تنه ، چې 36 یې وسله والو ډلو سره د لاس لرلو او یا غړیتوب په تور او پاتې نور یې له دولتی دندو څخه د نه استعفى له کبله له لېست څخه لرې شوی دی.
ټاکل شوې ده ، د ولسی جرګې ټاکنې د وږی په 27مه ، ترسره شی .