نولسمه شپه: دا د قدر د شپو وړومبۍ شپه ده او د قدر شپه هغه شپه ده چې په ټول کال کښې یوه شپه هم د هغې غوره والی او فضیلت ته نه رسیږی او په دې شپه کښې عمل د زرو میاشتو له عمل نه غوره دے او په دغه شپه کښې د کال د چارو تقدیر هم ټاکل کیږی او ملائک او روح چې له ټولو لویه فرښته ده په دغه شپه د خداے پاک په حکم په زمکه نازلیږی. او د زمانې د امام (ع) په خدمت کښې حاضریږی او هغه څه چې د هر کس لپاره مقدر شوی دی امام (ع) ته وړاندې کوی. د قدر د شپو اعمال دوه ډوله دی. یو ډول هغه دی چې پکار دی په درې واړو شپو کښې ترسره شی او یو ډول اعمال د هرې شپې لپاره مخصوص دی.. یو څو کارونه اول پکار دی: وړومبې غسل دے، علامه مجلسی فرمائی چې د دغو شپو غسل پکار دی د نمر د پرېوتو په وخت وکړے شی په دا ډول چې د ماښام نمونځ په دغه غسل سره ادا شی. دویم دوه رکعته نفل نمونځ دے په هر رکعت کښې له حمد نه پس اوۀ ځل سورۀ توحید ویل پکار دی. له نمونځ نه له فارغېدو نه پس اویا ځل اَسْتَغْفٍرالله وَ اَتوبُ اِلَیه ویل پکار دی. په نبوی حدیث مبارک کښې راغلی دی چې له ځایه به لا نه وی خوزېدلے چې خداے پاک به دغه نمونځ ګزار او د هغۀ مور پلار بخښلی وی. دریم قران مجید دې خلاص کړی او خپلې مخې ته دې کېږدی او داسې دې ووائی: اَللّهُمَّ اِنّى‏ اَسْئَلُکَ بِکِتابِکَ الْمُنْزَلِ وَما فیهِ، وَفیهِ اسْمُکَ الْأَکْبَرُ، وَاَسْمآؤُکَ الْحُسْنى‏، وَما یُخافُ وَیُرْجى‏ اَنْ تَجْعَلَنى‏ مِنْ عُتَقآئِکَ مِنَ النَّارِ، اے خدایه! له تا نه سوال کوم ستا د رالېږلی کتاب په خاطر او د هغه څه په خاطر چې په دې کښې دی او ستا د لوې نامې په خاطر او ستا د ښو نومونو په خاطر او د هغه څه په خاطر چې د ویرې او امید سبب ګرځی چې ما د دوزخ له اور څخه د ژغورونکو په قطار کښې وګرځوې. نو بس دغه وخت چې څه حاجت غواړی ودې غواړی.څلورمه دا چې قران مجید دې په لاس کښې اونیسې او په سر دې کېږدی او داسې ددې ووئی: اَللّهُمَّ بِحَقِ‏ هذَا الْقُرْآنِ،وَبِحَقِّ مَنْ اَرْسَلْتَهُ بِهِ، وَبِحَقِّ کُلِّ مُؤْمِنٍ مَدَحْتَهُ فیهِ، وَبِحَقِّکَ‏ عَلَیْهِمْ فَلا اَحَدَ اَعْرَفُ بِحَقِّکَ مِنْکَ ((اے خدایه! د دې قران په خاطر او د هغه کس په خاطر چې ورته دې راولېږۀ او د هر هغه مومن په خاطر چې په دې قران کښې دې د هغۀ مدح کړې ده او د هغه حق په خاطر چې تۀ په هغوی باندې لرې ځکه چې داسې څوک نشته چې له تا نه په ښه توګه ستا حق وپېژنی.)) بیا دې لس ځله ووائی: بِکَ یا اَللَّهُ (یا الله خپله ستا په خاطر) او لس ځل دې ووائی: بِمُحَمَّدٍ (د حضرت محمد صلی الله عیه و آله وسلم په خاطر) او لس ځل دې ووائی: بِعَلىٍّ (د امام علی علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِفاطِمَةَ (د بی بی فاطمې علیها السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحَسَنِ (د امام حسن مجتبی علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحُسَیْنِ (د امام حسېن علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىّ بْنِ الْحُسَیْنِ (د امام علی زېن العابدین بن حسېن علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بُمَحَمَّدِ بْنِ عَلِىٍّ (د امام محمد باقر بن علی علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِجَعْفَرِ بْنِ‏ مُحَمَّدٍ (د امام جعفر صادق بن محمد علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِمُوسَى بْنِ جَعْفَرٍ (د امام موسی کاظم بن جعفر علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىِّ بْنِ مُوسى (د امام علی رضا بن موسی علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِمُحَمَّدِبْنِ عَلِىٍّ (د امام محمد تقی بن علی علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىِّ بْنِ مُحَمَّدٍ (د امام علی نقی بن محمد په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحَسَنِ بْنِ عَلِىٍ‏ (د امام حسن عسکری بن علی علیه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحُجَّةِ (د امام مهدی علیه السلام په خاطر) بیا چې څه حاجت لری له پاک ربه دې وغواړی. پنځم د امام حسېن علیه السلام زیارت کول پکار دی. په روایت کښې راغلی د چې کله د قدر شپه شی نو اواز کوونکې د اوم اسمان له عرش څخه اواز وکړی چې خداے پاک هر هغه کس بخښلے دے چې د امام حسېن علیه السلام قبر ته راغلے دے. شپږم دغه شپې روڼه کول پکار دی یعنې په ویښه تېرول پکار دی. لکه روایت شوے دے چې چا د قدر شپه روڼه کړه نو د هغۀ ګناهونه بخښل کیږی که هغه ګناهونه یې د اسمان د ستورو هومره وی او درونوالے یې د غرونو هومره وی او حجم یې د سمندر هومره وی. اوم سل رکعته نمونځ کول پکار دی چې ډېر فضیلت لری او غوره دا دی چې په هر رکعت کښې له سورۀ حمد نه پس لس ځل سورۀ توحید ولوستې شی. اتم دا دعا ویل پکار دی: اَللَّهُمَّ اِنّى‏ اَمْسَیْتُ لَکَ عَبْداً داخِراً، لا اَمْلِکُ لِنَفْسى‏ نَفْعاً وَلا ضَرّاً، وَلا اَصْرِفُ عَنْها سُوءاً، اَشْهَدُ بِذلِکَ عَلى‏ نَفْسى‏، وَاَعْتَرِفُ لَکَ بِضَعْفِ قُوَّتى‏، وَقِلَّةِ حیلَتى‏، فَصَلِّ عَلى‏مُحَمَّدٍ وَ الِ مُحَمَّدٍ، وَاَنْجِزْ لى‏ ما وَعَدْتَنى‏، وَجَمیعَ الْمُؤْمِنینَ وَالْمُؤْمِناتِ مِنَ الْمَغْفِرَةِ فى‏ هذِهِ اللَّیْلَةِ، وَاَتْمِمْ عَلَىَّ ما اتَیْتَنى‏ فَاِنّى‏ عَبْدُکَ الْمِسْکینُ الْمُسْتَکینُ، الضَّعیفُ الْفَقیرُ الْمَهینُ، اَللّهُمَّ لا تَجْعَلْنى‏ ناسِیاً لِذِکْرِکَ فیما اَوْلَیْتَنى‏، وَلاغافِلاً لِإِحْسانِکَ فیما اَعْطَیْتَنى‏، وَلا ایِساً مِنْ اِجابَتِکَ، وَاِنْ اَبْطَاَتْ عَنّى‏، فى‏ سَرَّآءَ اَوْ ضَرَّآءَ، اَوْ شِدَّةٍ اَوْ رَخآءٍ، اَوْ عافِیَةٍ اَوْ بَلاءٍ، اَوْ بُؤْسٍ اَوْ نَعْمآءَ، اِنَّکَ سَمیعُ الدُّعآءِ. ((اے خدایه! ما ماښام کړ په داسې حال کښې چې یو خوار بنده یم چې د ځان لپاره د ګټې او تاوان مالک نه یم او نه شم کولې د راتلونکو ناخوالو رخ له ځانه واړوم او دا هغه مطلب دے چې زۀ پرې په ځان ګواهی ورکوم او ستا په وړاندې د خپلې بې وسۍ او ناچارۍ اعتراف کوم نو بس درود واستوه په حضرت محمد (ص) او د هغۀ په آل باندې او په هغه څه باندې وفا وکړه چې له ما او ټولو مومنانو سړیو او مومنانو ښځو سره دې په دې شیه کښې د بخښنې وعده کړې ده. او تمام کړه په ما باندې هغه څه چې راته دې راکړل ځکه چې زۀ ستا بېنوا، بېوځله، بې وسه، تش لاسے او خوار بنده یم. اے خدایه! ما ستا له یاده هېرونکے و مۀ ګرځوې په هغه څه کښې چې ما ته دې انعام راکړے دے او نه مې غافل وګرځوې ستا له احسان څخه په هغه څه کښې ما ته دې عطا کړی دی او له خپل اجابت څخه مې ناامیده مۀ کړې او که څه هم وختونه تېر شی په خوشحالۍ یا سختۍ کښې، په مشکلاتو یا اسانیو کښې په روغه سټه کښې یا مصیبت کښې، په تنګ لاسۍ کښې یا په نعمت کښې بې شکه چې تۀ د دعا اورېدونکے یې.)) او دا دعا کفعمی (رح) له امام زېن العابدین علیه السلام نه روایت کړې ده چې په دې شپو کښې به یې ویله د قیام په حال کښې د ناستې په حال کښې، د رکوع په حال کښې او د سجدې په حال کښې، او علامه مجلسی (رح) فرمایلی دی چې په دې شپو کښې تر ټولو غوره اعمال بخښنه غوښتل او دعا غوښتل دی لپاره د دنیا او اخېرت د حاجتونو، د مور پلار، خپلو خپلوانو، د ژوندو او مړیو مومنانو وروڼو.او څومره چې کېدې شی ذکرونه او په محمد (ص) او آل محمد علیهم السلام باندې درود او سلام لېږل پکار دی. او په ځینو روایتونو کښې راغلی دی چې په دې دریو شپو کښې د جوشنِ کبیر دعا ویل پکار دی.دا فقیر وائی چې د جوشنِ کبیر دعا (چې پکښې د خدای پاک یو زر نومونه دی) په مفاتیح الجنان کتاب کښې وګورئ. او روایت شوے دے چې د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې یو کس عرض وکړو چې که زۀ د قدر شپه درک کړم نو له پاک ربه څه وغواړم؟ وې فرمایل: عافیت وغواړه. او بله دا چې د نولسمې شپې له اعمالو نه پس یو لړ مخصوص اعمال څو څیزونه دی اول سل ځل اَسْتَغْفِرُاللَّهَ رَبّى‏ وَ اَتُوبُ اِلَیْهِ دویم سل ځل اَللَّهُمَّ الْعَنْ قَتَلَةَ اَمیرِ الْمُؤْمِنینَ دریم دا دعا ویل پکار دی : یا ذَاالَّذى‏ کانَ ... چې په څلورمه برخه کښې تېره شوه. څلورم دا ویل پکار دی: اَللّهُمَّ اْجْعَلْ فیما تَقْضى‏ وَتُقَدِّرُ مِنَ الْأَمْرِ الْمَحْتُومِ، وَفیما تَفْرُقُ مِنَ الْأَمْرِ الحَکیمِ فى‏ لَیْلَةِ الْقَدْرِ، وَفِى الْقَضآءِ الَّذى‏ لا یُرَدُّ وَلا یُبَدَّلُ، اَنْ تَکْتُبَنى‏ مِنْ حُجَّاجِ بَیْتِکَ الْحَرامِ، الْمَبْرُورِ حَجُّهُمُ، الْمَشْکُورِ سَعْیُهُمُ، الْمَغْفُورِ ذُنُوبُهُمُ، الْمُکَفَّرِ عَنْهُمْ سَیِّئاتُهُمْ، وَاجْعَلْ‏ فیما تَقْضى‏ وَتُقَدِّرُ، اَنْ تُطیلَ عُمْرى‏، وَتُوَسِّعَ عَلَىَّ فى‏ رِزْقى‏، وَتَفْعَلَ بى‏ کَذا وَکَذا، ((اے خدایه! و مې ګرځوې په هغه څه کښې چې له حتمی برخلیک څخه دې حکم کړے او مقدر کړی دې دی او هغه څه کښې چې د قدر په شپه کښې یې له خپل حکیمانه فرمان څخه جدا کړې او په هغه قضا او قدر کښې چې هیڅ تغیر او بدلون نه لری چې زما نوم ستا د محترم کور (کعبې شریفې) د حاجیانو په فهرست کښې ولیکې، هغه حاجیان چې حج یې قبول شوے، سعی یې د قدرونې وړ ګرځېدلې، ګناهونه یې بخښل شوی، او بدې چارې یې بخښل شوی دی. او و مې ګرځوې په هغه څه کښې چې دې مقدر کړی دی چې زما عمر اوږد کړې او رزق راته پراخه کړې. او...... (د بی کذا او کذا په ځاے خپل حاجتونه بیانول پکار دی) یوېشتمه شپه: د یوېشتمې شپې فضیلت له نولسمې شپې نه زیات دے او پکار دی چې د هغې شپې اعمال لکه غسل، شپه په وېښه تېرول، زیارت، د اوۀ ځل قُل هُوَاللَّه نمونځ کول، قران مجید په سر نیول، سل رکعته نمونځ، د جوشن کبیر دعا وغېر ترسره شی. او په روایتونه کښې په دې شپه او په درویشتمه شپه کښې په غسل ویښ پاتې کېدلو او په عبادت کښې د ډېر زیات کوشش کولو پخلے شوے دے. او په دې حقله چې د قدر شپه په دې دوو شپو کښې یوه ده څو روایتونه راغلی دی چې له معصوم نه پوښتنه وشوه چې دا وټاکئ چې په دې دوو شپو کښې کومه یوه د قدر شپه ده؟ خو هغوی و نه ټاکله بلکې وې فرمایل: ما اَیْسَرَ لَیْلَتَیْنِ فیما تَطْلُبُ یا دا چې یې وفرمایل: ما عَلیْکَ اَنْ تَفعَلَ خیراً فى‏ لَیلَتَیْنِ و نَحْوُ ذلِکَ وَقالَ شَیْخُنَا الصَّدُوق فیما اَمْلى‏ عَلَى الْمَشایِخِ فى مَجْلِسٍ واحِدٍ مِنْ مَذْهَبِ الْأِمامِیَّةِ وَ مَنْ اَحْیى‏هاتَیْنِ اللَّیْلَتَیْنِ بِمُذاکَرَةِ الْعِلْمِ فَهُوَ اَفْضَلُ "له دې شپې نه د وروستۍ لسیزې په دعاګانو شروع کول پکار دی. او شېخ کلینی (رح) په کافی کښې له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام نه روایت نقل کړے دے چې وې فرمایل پکار دی د روژې د میاشتې په وروستۍ لسیزه کښې هره شپه وویل شی: اَعُوذُ بِجَلالِ وَجْهِکَ الْکَریمِ، أنْ یَنْقَضِىَ عَنّى‏ شَهْرُ رَمَضانَ، اَوْ یَطْلُعَ‏ الْفَجْرُ مِنْ لَیْلَتى‏ هذِهِ، وَلَکَ قِبَلى‏ ذَنْبٌ اَوْ تَبِعَةٌ تُعَذِّبُنى‏ عَلَیْهِ. ((پناه وړم ستا د بزرګوار ذات جلال ته له دې نه چې د روژې مبارکه میاشت له ما تېره شی او یا د نن شپې د سهار سپېدی په ما راوخیژی او بیا هم ستا په وړاندې په ما باندې ګناه یا داسې څیز چې سزا یې بده ده پاتې وی چې د هغۀ په وجه ما په عذاب کړې.)) او کفعمی د بلدالامین په حاشیه کښې نقل کړی دی چې امام جعفر صادق علیه السلام به د روژې د میاشتې په اخیری لسیزه کښې هره شپه له فرائضو او نوافلو څخه وروسته دا دعا لوسته: اَللّهُمَّ اَدِّعَنَّا حَقَّ ما مَضى‏ مِنْ شَهْرِ رَمَضانَ، وَاغْفِرْ لَنا تَقْصیرَنا فیهِ، وَتَسَلَّمْهُ مِنَّا مَقْبُولاً، وَلا تُؤاخِذْنا بِاِسْرافِنا عَلى‏ اَنْفُسِنا وَاجْعَلْنا مِنَ الْمَرْحُومینَ وَلا تَجْعَلْنا مِنَ الْمَحْرُومینَ ((اے خدایه! له مونږ څخه د روژې د میاشتې د تېرو ورځو حق ادا کړې او په دې میاشت کښې مو خطاګانې وبخښې، او په قبول شوی حالت کښې یې له مونږ څخه واخلې او په هغو زیاتیو مو و نه نیسې چې په خپلو نفسونو مو کړی دی او مونږ وګرځوې له هغو کسانو نه چې رحمت پرې شوے دے او له هغو کسانو څخه مو و مۀ ګرځوې چې له رحمت نه بې برخې شوی دی.))