Back
قدس په ټولو مسلمانانو پوری تړاولری
Published: 1389/06/11 0:0News ID: 1700Source: ایرکا خبری آژانس

کلونه کلونه تېریږی چې د فلسطین مسلمان او مظلوم خلک د اسرائیلو دغه د خدای او د بشریت د دښمنانو تر تیری او ظلم لاندی دی. او د بلی خوا دنړی ټوله مسلمانان په هر ګوټ او سیمه کی چی ژوند کوی د یوه غړی په شان دی او اسلامی او انسانی دنده دا غواړی چې د ټولو مسلمانانو څخه د هغه د دښمنانو په وړاندی د امکان تر سرحده پوری ملا تړی وکړی.
امام خمینی(ره) د اسلام په تاریخ کی یو نامتو او ویښ او زړه سونکی اسلامی لارښود و چه دې دندې ته مثبت ځواب ورکړ او د روژې دمبارکې میاشتی اخرنۍ جمعه یې د قدس د ورځې په نامه ونومول او نړیوالو ته اعلان وکړ چی موږ مسلمانان د مظلوم او د ربړیدلو فلسطینیانو ترشا ولاړ یو او دهغوئ د دښمنانو سره نه پخلا کیدونکۍ دښمن یو.
دا دی ددې ورځی د نمانځنی په ترڅ کی د افغانستان مسلمان خلک د فلسطین د مظلومو خلکو څخه خپله ملاتړی اعلانوی او د اسرائیل او صهیونیستهانو تېری او ظلمونه په کلکه غندی او د خدای څخه هیله من دی چې هم د فلسطین مسلمان خلک او هم په نړۍ کی نور مسلمانان دهغوی د دښمنانو له لاسه خلاصون ورکړی او همیشنۍ سرلوړی او خپلواکی هغوئ ته په برخه کړی.
نوله دې کبله د ایرکا خبری اژانس د افغانستان د مسلمانو خلکو څخه غواړی په دې ورځ کی د اسرائیل او صهیونیسم د غندلو او د فلسطینیانو څخه د ملاتړی په غونډه کی ګډون وکړی.
بریالی او نېکمرغه واوسئ