امریکایی چارواکو دپاکستانی طالبانو ډله د تروریستی ډلو په فهرست کې شامله کړې اوددوی مشر یې په افغانستان کې دتېرکال دهغې تروریستی حملې په تنظیمولو تورن کړی چې د CIA اوه تنه کارکوونکی یې ووژل. دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې هیلیری کلېنټن په هغه لیک کې چې د امریکا د حکومت په رسمی جریده کې خپور شوى ویلی ، چې پاکستانی طالبان د امریکا ملی امنیت ته ګواښ کوی. دامریکا د عدلیې وزارت ویاند ویلی چې د دې ډلې پرضد د امریکا د حکومت اقدامات د هغو هڅو په لړ کې کېږی چې غواړی تحریک طالبان وځپی او له منځه یې یوسی.