د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ خلک وایی چې د نړېوالو ځواکو په هوایی بمباریو کې 6 تنه عام خلک وژل شوی دی. یوشمېر ټپیانو دکندهار په میرویس روغتون کې رسنیو ته وویل، بمباری پرون غرمه شوې او 12 تنه په کې ژوبل شوی دی. دکندهار چارواکو پېښه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دی ورکړی، بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی .