Back
ناټو د طالبانو له یوه زندانه اوه افغان زندانیان خوشې کړل
Published: 1389/06/13 0:0News ID: 1745Source: ایرکا خبری آژانس

ناټو ځواکونه وایی، چې په هلمند ولایت کې یې له افغان ځواکونو سره په ګډو پوځی عملیاتو کې د وسله والو طالبانو له زندانه اوه افغان زندانیان خوشې کړی.
ناټو ځواکونو په یوه مطبوعاتی اعلامیه کې ویلی، چې دغه کسان یې تېره ورځ د خپلو پوځی عملیاتو په ترڅ کې د وسلوالو مخالفینو په مرکز کې د بې هوښۍ په حالت کې موندلی دی.
په اعلامیه کې ویل شوی، عملیات د وسله والو طالبانو د یوه قومندان پر ضد شوى و، چې د دوه وسله والو طالبان پر وژل کېدو سربېره یوه اندازه وسلې او مهمات هم په کې نیول شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی