تېره ورځ له غرمې وروسته په کندوز ولایت کې بمی چاودنې اووه تنه ووژل، چې د چارواکو په وینا،4یې پولیس او درې نور یې عام وګړی وو. د کندز والی انجنیر محمد عمر رسنیو ته ویلی، پېښه پر یوه موټر سایکل د ځاى پرځاى شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوه، چې له کبله یې څلور پولیس او درې ولسی وګړی ووژل شول. که څه هم عمر وایی، په چاودنه کې دوه ولسی وګړی ټپیان شوی، خو ځایی خلکو او د روغتون چارواکو ویلی، چې په چاودنه کې شاوخوا 17 تنه ټپیان شوی دی. کندوز د افغانستان په شمال کې پروت هغه ولایت دى، چې په دې وروستیو کې پکې امنیتی وضعه خرابه شوې ده. د دغې پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.