په دې غونډه کې یوشمېر پخوانیو جهادی او سیاسی مشرانو، د کابینې او ملی شورا لسګونوغړو او په کابل کې د یوشمېر بهرنیو هیوادونو ډپلوماټانو برخه اخیستې وه. د شهید د اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژل کیدو د نهم تلین په یاد غونډه کې د افغانستان د اوسنیو ستونزو اوحالاتو پړه ترډیره د نړیوالې ټولنې په غاړه واچول شوه. د افغانستان د ولسې جرګې رییس محمد یونس قانونی د دې ترڅنګ چې د جهاد اومقاومت په مهال یې د قربانیانو په ځانګړی توګه د احمد شاه مسعود هڅې او سرښیندنې وستایلې وویل، چې نهه کاله کیږی نړیواله ټولنه په دې هېواد کې د تروریزم په وړاندې جنګیږی خود ده په خبره د هرې ورځې په تېرېدو سره وضع لا خرابیږی. ښاغلی قانونی څرګنده کړه، چې تروریزم دا مهال سربیره پرافغانستان د ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی او باید چې دې برخې ته بیا کتنه وشی: "تروریزم په افغانستان کې یو واقعی ګواښ دی خو دا د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی. نن په افغانستان کې حالات د خلکو لپاره د اندیښنې وړ دی، موږ په افغانستان کې د سیاسی وضعې په اړه ډېره اندیښنه لرو او نه غواړو چې خلک په دې اړه په تیاره کې وساتل شی." په عین حال کې پخوانی جهادی مشر او د ولسې جرګې غړی عبدالرب رسول سیاف وویل، چې د موجوده ستونزو د حل تر ټولوغوره لاره دا ده، چې مجاهدینو ته درناوی وشی او د جهاد او مقاومت په موده کې د هغوی د کړو هڅود له منځه وړلو سیاست ته دې تغیر ورکړل شی. د شهید د اوونۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ولسی جرګې بل غړی برهان الدین ربانی هم خبرې وکړې او ده ترډېره په نړیواله ټولنه تور ولګاوه، چې ګوندې د تروریزم په وړاندې روانه مبارزه کې افغانستان خپل شریک نه بولی او نړۍ په دې برخه کې له دې هیواد څخه د وسیلې په توګه کار اخلی: "نهه کاله له دې جنګ څخه تیریږی، څه باندې یولک او شل زره سرتیری جنګیږی، درنې وسلې کارول کیږی خو بیا هم نړیوال په دې هېواد کې په خپله ناکامی او ماتې اعتراف کوی. د دې علت دا دی چې نړیوالې ټولنې د افغانستان له ملت سره ابزاری چلند کړی او د وسیلې په توګه یې کاروی له موږ سره یې د یوه شریک په توګه معامله نه ده کړې. زموږ سیاسی نظام هم له ځانه سره دښمنی کوی او د مجاهدینو او د هغو د لاس ته راړنو په وړاندې یې له هیڅ ډول ناسم چلند څخه مخ نه دی اړولی." استاد ربانی په ډاګه کړه چې په روانو بحرانی حالاتوکې نړیوالوله وسله والو طالبانو او حتی القاعدې سره د سازش سیاست غوره کړی او همدا علت دی چې ورځ په ورځ په افغانستان کې امنیتی ستونزې لا زیاتیږی. ښاغلی ربانی دغه راز اندیښنه وښوده، چې په افغانستان کې ملی یووالی او باور ډیر زیانمن شوی او دا د هېواد لپاره ډیر خطرناکه حالت دی چې باید ورته رسیدګی وشی. د شهید اونۍ هرکال په کابل کې دافغان دولت لخوا په رسمی توګه نمانځل کیږی خوسږ کال په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان ولسمشرحامد کرزی ګډون نه وو کړی خو د هغه دوهم مرستیال کریم خلیلی پکې برخه اخیستې وه. ښاغلی خلیلی په خپله وینا کې وویل، چې افغانان باید په پوره یووالی د تروریزم په وړاندې مبارزه وکړی او دنړیوالې ټولنې په مرسته اوهمکارۍ په افغانستان کې دایمی سوله اوثبات ټینګ کړی.