د پاکستان صدر اصف علی زرداری نن ماښام په اسلام اباد کې خپل افغان هم سیال حامد کرزی له لیدنې وروستو خبری کنفراس کی خبریالانو ته وویل دهیواد استخباراتی شبکې یې غواړی دتندلارو په ضد جگړې لپاره دافغانستان سره مرسته وکړی زرداری وویل دپاکستان دصدر جوړیدو وروستو دافغانستان او پاکستان په اړیکو کې ښه والى راغلى او غواړی دغه اړیکې نورې هم ښې شی همدغه راز افغان صدر حامد کرزی ددواړو مشرانو ترمینځ ترسره شوې لیدنه گټوره وگرځوله او وې ویل په خبرو اترو کې مخلصی په حقیقت کې ددواړو هیوادونو ترمینځ داړیکو دښه والی لوری اخستل شوى گام دى وروسته بیا ښاغلی کرزی وویل په دغو خبرو کې په جزوی توگه دپاکستان په قبائیلی سیمو کې دتندلارو دځالو موجودیت ته هم پام وگرځول شو حامد کرزی وویل دا هاغه معاملې دی چې باید مونږ یې تر بحث لاندې راوړو او نورې هم داسې چارې دی کرزی وویل په تندلاریتوب دقابو موندلو لپاره پوځی عملیات عملیات یواځینى هوارى نۀ دى هغه وویل پاکستان او افغانستان دواړه دترهه گرۍ ښکار دی کرزی وویل په پاکستان کې دسیلاب په تباهیو هغه افسوس کوی او له سیلاب ځپلو سره مونږ دغه غم کی شریک یوو باید نړوالی وروروالی دپاکستان سیلاب ځپلو مرسته وکړی.