Back
د کابل ښار په چهارراهی قمبر سیمه کې کم عمر کسان رایه ورکوی
Published: 1389/06/27 0:0News ID: 1972Source: ایرکا خبری آژانس

په لومړی سر کې ویل کېدل، چې ښایی دغه کسان له کلیوالو سیمو څخه راوړل شوی دی، چې یوه ځانګړی نوماند ته رایه ورکړی چې له دوى سره د همغه کسانو عکسونه او پوسترې شته.
خو وورسته جوته شوه، چې دغه کسان د هلمنده کابل ته راکډه شوی دی، چې په چهاراهی قمبر کې مېشت دی.
د کاندیانو ناظرین شکایت او وېره څرګنده وی، چې که دغه راز خلک رایه ورکړی، نو څنګه به هغه کسان، چې حقدار دی، پارلمان ته لاره وکړی.
د دوى په وینا، هغه کسان، چې د امنیتی کسانو لخوا نیول شوی وو، په دې نامه، چې د رایو اچولو کارتونه لری، بېرته خوشې شول.
د دغه مرکز کارکوونکی وایی، چې که د دغه کسانو د هویت پېژندنې کارتونه واى، نو دوى کولاى شول، چې تفکیک وکړی.
د ناظرینو په وینا، کارکوونکی ورته وایی، چې دوى د تقلب مخه نیسی، خو دا چې څه وخت به یې نیسی دا معلومه نه ده.