Back
رفعت: د انتخاباتو په اړه په لسګونه شکایاتونه لرو
Published: 1389/06/29 0:0News ID: 2022Source: ایرکا خبری آژانس

د ولسی جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، چې د ټاکنو په اړه دا مهال د شته شکایتونو په راټولولو کار کوی.
د جعلی کارتونو کارول، له ګوتو څخه د ټاکنو د رنګ پاکېدل، په ځینو ټاکنیزو مرکزونو کې د زورواکانو نفوذ او یو شمېر نورو داسې موضوع ګانو په اړه شکایتونه تر اوسه پورې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ته رسېدلی دی.
د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون غړى او ویاند احمدضیا رفعت وایی، هڅه کوی دغه شکایتونه په جدی توګه وڅېړی.
په عین حال کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسیون مرستیال او د انتخاباتی شکایتونو د کمیسیون پخوانی غړی فهیم حکیم هم په دې خبرې ټنګار وکړ، چې تر هرڅه وړاندې لومړى باید د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ته ټول رسېدلی شکایتونه تنظیم او بیا باید په ډیر غور سره وڅیړل شی.
د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ویلی دی، چې لا د مخه په ټاکنو کې د ځینو بې نظمیو او درغلیو په اړه اندیښنې موجودې وې، خو دا ستونزې په دې حدکې نه دی، چې د ټاکنو په عمومی بهیر باندې دې کومه اغېزه وکړی.