Back
اسرایل دښارګیو جوړولو ته په چټکې سره دوام ورکوی
Published: 1389/06/29 0:0News ID: 2026Source: ایرکا خبری آژانس

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر داردن سین په لویدیځې غاړې کښې داسرایلی ښارګیو په جوړیدا ټینګار وکړ .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پرون دلیکود ګوند دوزیرانو په غونډې کښې وویل دښارګیو دجوړولو دکار دبندیدا په باره کښې داسرایلو په دریځونو کښې هیڅ بدلون نه دی رامینځته شوی او اسرایل نشی کولای داردن سین په لویدیځې غاړی کښې دښارګیو بندولو ته دوام ورکړی .
دصهیونیسټ رژیم خارجه وزیر اویګدور لیبرمین هم دانګلستان له خارجه وزیر ویلیم هیګ سسره په ټیلی فونی خبرو کښې وویل داردن سین په لویدیځې غاړې کښې دښارګیو دجوړولو دبندولو لپاره لس میاشتې وخت په ختمیدا دی او له دې وروسته به اسرایل دښارګیو جوړولو ته په چټکې سره دوام ورکړی .
دصهیونیسټ رژیم دښارګیو دجوړولو لاس میاشتې ځنډیدل به دسپتمبر دمیاشتې په 26 نیټه پاې ته رسیږی .
صهیونیسټ رژیم وړاندې ژمنه کړی وه چې دفلسطین له کورواکه تشکیلاتو سره دسازباز په خبرواترو په پیلیدا سره دښارګیو دجوړولو دبندیدا وخت تمدید کړی .