دایران ولسمشر په نیویارک کښې دملګروملتونو له سرمنشی سره په کتنې کښې دټولو ملتونودحقوقو ددفاع لپاره ددغه موسسې دجوړښت داصلاح پرضرورت ټینګار وکړ . له نیویارک څخه زمونږ خبریال وای دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر چې دملګروملتونو دعمومی ټولنې په شپږپنځوسمې غونډې کښې دګډون لپاره نیویارک ته تللی دی پرون دملګروملتونو له سرمنشی بان کی مون سره په کتنې کښې دنړۍ په اداره کولو کښې دټولو دګډون او دټولوملتونو دحقوقو ددفاع په هدف سره دملګروملتونو دجوړښت داصلاح دضرورت غوښتنه وکړه . دایران ولسمشر په دې خبرې سره چې نن سبا دنیا له بل هروخت زیاته دنړۍ په مدیریت کښې دملتونو دګډون غوښتونکی ده وویل دټولو ملتونو له اغیزشیندونکی او فعال ګډون پرته ددوامدارې سولې او امنیت ټینګول ناممکن دی او ملګری ملتونه دغه ظرفیت لری چې دملتونو دفعال ګډون زمینه برابره کړی . دایران ولسمشر له ویټو حقه دیو شمیر حکومتونو په برخوریدا نیوکې سره وویل دویټو حق معنا ددنیا په مدیریت او اداره کولو کښې دنورو ملتونو محدودول دی . هغه په دوام کښې دافغانستان حالاتو ته په اشارې سره وویل ایران په افغانستان کښې موجوده سیاسی بهیر ملاتړ کوی او دافغانستان دمشکل دحل یوازنۍ لاره دافغانستان خلکو ته دچارو سپارل ګڼی . دایران ولسمشر دفلسطین دحالاتو په باره کښې هم وویل دفلسطینیانو دملی واکمنۍ حق باید په رسمیت وپیژندل شی چې هغوې کولای شی په یوې ازادې ټول پوښتنې کښې خپل برخلیک وټاکی . دایران ولسمشر دغه راز دایران اټومی موضوع او داټومی سونګو دتبادلې په باره کښې دتهران دبیانیې دخپریدا بهیر ته په اشارې سره وویل دتهران بیانیه ډیره روښانه او منطقی وه خو له بده مرغه پینځه جمع یوې ډلې دایران داسلامی جمهوریت دښه نیت په وړاندې ناوړه اقدام وښود . دایران ولسمشر په دې خبرې ټینګار سره چې دایران ملت دبایکاټونو په باره کښې هیڅ اندیښنه نه لری وویل په پریکنده توګه ویلی شو چې بایکاټ دایران په اقتصاد هیڅ اغیز نلری او دایران ملت قادر دی په اسانۍ سره خپل ضرورتونه تامین کړی . دملګروملتونو سرمنشی بان کی مون هم په دغه کتنې کښې دملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ غونډې کښې دایران دولسمشر محمود احمدی نژاد په شتون خوښې څرګندولو سره په سیمه په تیره بیا په افغانستان کښې دسولې او امنیت په تثبیت او ټینګیدا کښې دایران رغنده رول ته اشاره وکړه او ویې وویل ایران له موجودو چلینجونو سره سره دافغانستان دخلکو ان په دغه هیواد کښې امیت دټینګیدا ملاتړ کړی دی .