د چهارشنبی په ورځ ماښام د ښرنی مټاخان پر لویه لاره د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهیمزو په سیمه کی د ناټو پریوه ټانګ د ماین چاودنه شوی . د پېښی یوه تن عینی شاهد په دې اړه کلید ته وویل، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې د ناټو ځواکونو یو کاوران پردې لویه لاره تېرېده . نوموړی زیاته کړه، چې له چاودنې وروسته یادې سیمې ته درې هلیکوپټر الوتکې هم راغلې او کېدای شی، چې د پېښې ټپیان یې له ځانه سره وړی وی . بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې چاودنې مسولیت پرغاړه واخیست او ویې ویل، چې په دې چاودنه کې یې د ناټو ځواکونو موټر ویجاړ کړی او ټول سپاره کسان یې پکې وژلی دی . ناټو په یاده سیمه کې د چاودنې پخلی کړی، خو د اوښتی زیان په اړه یې معلومات نه دی ورکړی. دا په داسی حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم په همدې لویه لاره د ناټو ځواکونو پر موټر د ماین چاودنه شوې وه، چې د ناټو په ځوابی ډزو کې یو تن 80 کلن سپین ږیری وژل شوی و .