Back
طالبان وایی پینځه امریکایی عسکر یې وژلی دی
Published: 1389/07/03 0:0News ID: 2100Source: ایرکا خبری آژانس

د طالبان ویندویی ذبیح الله مجاهد مونږ ته وویل طالبانو نن په ځایی وخت لس بجې د افغانستان د ختیځ پکتیکا ولایت د سروزی ولسوالۍ په کوټنۍ سیمه کښې د امریکایی عسکرو یو ټانګ په ماین والوځوو او پینځه امریکایی عسکر یې ووژل .
هغه وویل طالبانو نن د کنړ ولایت د اسمار ولسوالۍ په ابوناو سیمه کښې د بهرنیو عسکرو په یوه کاروان برید وکړ چی له آمله یې د لوژیستیکی موادو دوه ګاډی ویجاړ او پولیس یې وواژه او پینځه نور یې ژوبل کړل .
د طالبانو یو بل ویندویی قاری یوسف احمدی هم مونږ ته وویل طالبانو نن د زابل ولایت د قلات ښار په خاله کلی کښې د ملی اردو د عسکرو دوه ګاډی ویجاړ کړی او د ملی اردو پینځه عسکر یې وژلی دی .