د ډنمارک صدراعظم لارس لیوک راسموسن په افغانستان کې خپلو سرتېرو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې هېواد یې غواړی په افغانستان کې خپل ماموریت پاى ته ورسوی. دغه خبره پرون نوموړی خپلو پوځیانو سره د لیدنې پرمهال وکړه، خو ویې نه ویل، چې دغه کار به څه وخت کوی. ډنمارک، چې د ناټو تر مشرۍ لاندې یې شاوخوا اووه نیم سوه سرتیری د فعالیت کوی ډیرى یې په هلمند کې دى. د ډنمارک اوسنى حکومت د خپل اپوزیسیون ګوندونو تر فشار لاندې دى، چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسی. تر اوسه په افغانستان د دغه هېواد 37 سرتېری وژل شوی دی. ټاکل شوې ده چې په 2011 مېلادی کال کې نړیوال ځواکونه په تدریجی ډول له افغانستانه وتل پیل کړی او خپل مسوولیت افغان امنیتی ځواکونو ته وسپاری.