په غزنی ښار کې نن سهار درنه چاودنه وشوه، چې پکې د لومړنیو معلوماتو له مخې د دغه ولایت د والی د مرستیال محمد کاظم الله یار په ګډون پنځه تنه و وژل شول. د پاتې وژل شویو کسانو هویت او د چاودنې ډول لا نه دى څرګند، خو ویل کېږی، چې په وژل شوی کسان کې د الله یار زوى او وراره شامل دی. تر اوسه د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې. د خبر پاتې جزیات به وروسته پر لیکه شی.