
د سولې د عالی شورا 68 کسیز کمېسیون وروسته له ډېر ځنډه اعلان شو.
په دغه اعلان شوی 68 کسیز کمېسیون کې اته مېرمنې، گڼ شمېر پخوانی جهادی مشران، ځینې قانون پوهان، یو شمېر اوسنی وزیران، پخوانی والیان او لږ تر لږه د طالبانو د زمانې یو مخکینى دیپلومات عبدالحکیم مجاهد شامل شوى دى.