Back
ننګرهار د کرکټ د ولایتی سیالیو اتل شو
Published: 1389/07/18 0:0News ID: 2316Source: ایرکا خبری آژانس

په کابل کې د ولایتونو ترمنځ د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په پای لوبه کې د ننګرهار لوبډلې لوګر ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتل شو.
د 24ولایتونو په ګډون د کرکټ دغه سیالۍ په کابل کې د کرکټ د ځوانانو په لوبغالی کې دوه اونۍ مخکې پیل شوې وې.
د دغو شل اوریزو سیالیو پای لوبې ته د ننګرهار او لوګر لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې نن له غرمې مخکې پیل او له غرمې وروسته پای ورسېده.
د کرکټ بورډ د رسنیو مسوول الهام یاسینی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د پای لوبې پچه د ننګرهار لوبډلې وګټله او لومړی یې په خپله د بېټنګ پرېکړه وکړه، د ننګرهار لوبغاړو ډېره تېزه لوبه پیل کړه او لومړنیو لوبغاړو شبیر نوری او نجیب الله ترکی په ګډه سره په لومړیو شپږو اورونو کې 93منډې جوړې کړې.
شبیر نوری ډېره ښه لوبه وکړه او د خپلې ډلې لپاره یې 89منډې جوړې کړې، شفیق الله شفق 20، نجیب تره کی 63، هستی ګل عابد 24او نسیم خان 22منډې جوړې کړې.
د ننګرهار لوبډلې په ټاکل شویو 20اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو 227منډې جوړې کړې او لوګر ته یې د 228منډو هدف وټاکه.
الهام یاسینی وویل، چې د لوګر لوبډلې له لوری رییس احمدزی ډېر ښه بالېنګ وکړ او د ننګرهار درې لوبغاړی یې وسوځول.
د لوګر لوبډلې د ننګرهار له خوا ورکړل شوی هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په 107منډو په اولسماور کې وسوځېدله.
د ننګرهار له لوری شبیر نوری د بېټنګ ترڅنګ ډېر ښه بالېنګ هم وکړ او د لوګر لوبډلې درې لوبغاړی یې وسوځول.
دغه راز د ننګرهار کپتان هستی ګل او ضمیر دوه، دوه او عبدالله یو مخالف لوبغاړی وسوځول.
د ننګرهار د لوبډلې لوبغاړی شبیر نوری د پای لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
د ننګرهار لوبډلې کپتان هستی ګل عابد د خپلې لوبډلې ستاینه وکړه، چې د لوبې په هره برخه کې یې خپله وړتیا وښودله.
هغه له لوبې وروسته پژواک اژانس ته وویل، چې شبیر نوری او نجیب الله ترکی د تېر په څېر نن یو ځل بیا ډېره ښه لوبه وکړه.
هستی ګل وویل، چې د دوی لوبغاړی د ملی روزونکی تاج ملک عالم له خوا پخوا ښه روزل شوی وو.
د لوګر لوبډلې کپتان رییس خان احمدزی وویل، چې د دوی لوبډله په ځوانو لوبغاړو مشتمله ده، خو بیا یې هم ښه مقابله وکړه.
نوموړی د ننګرهار لوبډلې ستاینه وکړه، چې په ټولو سیالیو کې یې ښه لوبه وکړه او ددې اتلولۍ حقدار و.
د روانو سیالیو په اتو ګروپونو کې 24لوبډلو برخه اخیستې وه، چې له هر ګروپ څخه یوې یوه لوبډلې دویم پړاو ته لاره پیدا کړه، په دې لوبډلوکې میدان وردګ، پکتیا، کندهار، پنجشېر، لوګر، خوست، ننګرهار او کونړ شامل وو.
یاسینی وایی، چې له اتو لوبډلو څخه څلور لوبډلې نیمه پای لوبې او له دې څخه ننګرهار او لوګر پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوی مشر ډاکټر حمید شینواری، ددې سیالیو د په لاره اچولو موخه په هېواد کې د کرکټ لوبې ته وده او پرمختګ ورکول وباله.
هغه زیاته کړه چې ددې ترڅنګ، کرکټ بورډ غواړی له دې سیالیو څخه غوره او تکړه لوبغاړی لاسته راوړی او له دې لوبغاړ څخه به د الف او ب لوبډله جوړېږی او له دې لوبډلو څخه به د اړتیا پرمهال د ملی لوبډلې لپاره ترې لوبغاړی اخیستل کېږی.
د کرکټ بورډ د رسنیو مسوول وایی، چې له یادو شویو سیالیو څخه 90تنه غوره لوبغاړی اخیستل کېږی، چې دغو لوبغاړو ته به د ملی لوبډلې د روزونکی راشد لطیف له خوا روزنه ورکول کېږی.
د پای لوبې نندارې ته له ننګرهار او لوګر څخه د لسګونو مینه والو ترڅنګ سلګونه کسان، دولتی چارواکی، د ملی شورا غړی او د کرکټ بورډ چارواکی هم راغلی وو.
له ننګرهار څخه راغلی د کرکټ یوه مینه وال ملک ولایت خان پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د خپل ولایت لوبډلې د هڅونې لپاره راغلی دی.
هغه زیاته کړه: ((موږ په دوو کاسټر موټرو کې په خپل لګښت راغلی یو او ډېر خوشحاله یو، چې زموږ د ولایت لوبډله اتله شوه.))
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې هم په کابل کې ولایتی سیالۍ ترسره شوې وې، چې د کابل لوبډلې اتلولی ترلاسه کړې وه.