Back
حامد کرزى: له وسلوالو طالبانو سره مو غیر رسمی خبرې کړې دی
Published: 1389/07/19 0:0News ID: 2322Source: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزی ومنله چې دوى له وسلوالو طالبانو سره غیر رسمی اړیکې نیولې او خبرې اترې یې کړې دی.
نوموړی، دغه څرګندونې د امریکایی تلویزیون سی ان ان له (لیری کینګ لایف) پروګرام سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې، چې ټاکل شوې نن د ور ځې په اوږدو کې خپره شی.
حامد کرزی له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو او اړیکو نیولو خبره په داسې حال کې کړې، چې افغان دولت له دغو مخالفینو سره د خبرو اترو په موخه د استاد برهان الدین ربانی په مشرۍ د سولې عالی شورا جوړه کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې په هېواد کې روانې جګړې ته د پاى ټکی اېښودلو په موخه دغه اړیکې او خبرې اترې له څه مودې راهیسې روانې دی.
کرزی ویلی: موږ له طالبانو سره د یوه هېواد د اوسېدونکیو په توګه خبرې کوو.
خو ولسمشر زیاته کړې، چې دغه خبرې اترې په رسمی او دولتی کچه نه، بلکې په ذاتی او غیر رسمی توګه ترسره شوې دی.
حامد کرزی په یاده شوې مرکه کې ویلی، چې په افغانستان کې به د القاعدې ډلې پر ضد جګړې ته ادامه ورکوی، ځکه چې دده په وینا، القاعده د افغانستان پر ضد فعالیتونه ترسره کوی.
د یادونې وړ ده، چې افغان حکومت تل له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو اترو په اړه څرګندونې کړې دی، خو مخالفین دغه خبرې اترې له دې امله رد کړی، چې په هېواد کې بهرنی ځواکون شتون لری او له خبرو اترو مخکې د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوی.
تېره اونۍ امریکایی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم په یوه خپور شوی راپور کې ویلی و، چې افغان حکومت له طالبانو او په ځانګړی ډول له حقانی شبکې سره خبرې اترې کړې دی.
د ولسمشر ویاند وحید عمر ددې راپور له خپرولو وروسته، په یوه بیانیه کې منلې وه، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې شوې دی.