Back
د سرپل پر زندان بریدکې پنځه طالبان او دپولیسو یو افسر وژل شوی
Published: 1389/07/23 0:0News ID: 2372Source: ایرکا خبری آژانس

وسلوالو طالبانو تېره شپه د سرپل پر مرکزی زندان او په دغه ولایت کې د عزیزی بانک پر ودانۍ بریدونه کړی دی.
ددې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد بلال نیرم دتلې وویل چې برید تېره شپه نږدې یوه بجه شوى دى.
هغه زیاته کړه چې وسلوالو طالبانو دشپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې سره د عزیزی بانک پر ودانۍ اوددې ولایت پر مرکزی زندان دسپکو او درنو وسلو برید وکړ .
د نیرم په وینا، دطالبانو دغه برید دپولیسو له کلک مقامت سره مخ شو او جګړې یو ساعت دوام درلود.
امنیه قوماندان وایی چې په برید کې د زندان د شفر امر عبادالله اوپنځه وسلوال طالبان وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون پنځه زندانیان ټپیان شوی دی .
د نوموړی په وینا، په دغه بریدکې دعزیزی بانک ودانۍ زیانمنه شوې ،خو مرګ ژوبلې یې نه ده اړولې .
هغه زیاتوی چې دبرید پرمهال له ناټو ځواکونو سره اړیکې نیول شوې وې،خو هغوى له جګړې دوه ساعته وروسته دپېښې ځاى ته راورسېدل.
دسرپل ښار یو تن اوسېدونکی محمدیونس نعیمی وایی چې مخالفینو دسرپل په ښـار باندې په وسلوال بریدکې خلک وېرولی دی .
هغه له امنیتی چارواکیوڅخه وغوښتل ، چې په ښار کې امنیت ټینګ کړی ، ترڅو دخلکو اندېښنې لرې شی .
نعیمی پژواک ته وویل چې په برید کې ملکی کسانوته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د وسلوال طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چې په برید کې پنځه پولیس وژل شوی، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.