دصهیونیسټانو ،دفلسطین دکورواکه تشکیلاتو او دمصر درې اړخیزه خبرې چې ټاکل شوی وه په فرانسې کښې وشی دښارګیو دجوړولو په دوام له اعتراضونو وروسته ځنډیدلی دی . داسرایلو دلومړی وزیر بنیامنین نتانیاهو، دفلسطین دکورواکه تشکیلاتو دمشر محمود عباس او دمصر دولسمشر حسنی مبارک په شتون سره داکتوبر په 21 نیټه دفرانسې په پلازمینې پاریس کښې وشی دښارګیو دجوړولو په دوام داسرایلیانو دټینګار ددوام له کبله وځنډیدې . دغه خبرې په نیواکې ټاټوبو کښې د240 نویو کورنو دجوړولو دکار دتصویبیدا لپاره دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر له اعتراض وروسته وځنډېدې . دفرانسې دخارجه وزارت ویندی برنارډ والرو دښارګیو دجوړونې دوام لپاره داسرایلو فیصله ناهیله کونکی وبلله .