Back
د ولسی جرګې د ټاکنو پایلې ولې ځنډېږی
Published: 1389/07/27 0:0News ID: 2417Source: ایرکا خبری آژانس

د ولسی جرګې د دویم پړاو تر ټاکنو وروسته د رسمی ارقامو له مخې، څه د پاسه څلور ملیونه افغانانو په ټاکنو کې برخه اخیستې وه چې د ډېری شنونکو له نظره دې مسئلې د ټاکنو په نسبت د خلکو د کمې لېوالتیا ښکارندویی وکړه. تر ټاکنو د مخه اټکل کېدو، چې لس ملیونه خلک به په ټاکنو کې ګډون کوی، خو وروسته په ټاکنو څلور ملیونه تنو ګډون وکړ، پر دې سربېره ترټولو خواشینونکې خبره دا ده چې د ټاکنو خپلواک کمسیون څه د پاسه 200 مرکزونو رایې باطلې کړې دی.
په دغو ټاکنو کې افغانی رسنیو ډېر څرګند رول ولوباوه او د دغو رسنیو د رپوټونو پر اساس، په دې ټاکنو کې ډېرې سترې درغلۍ ترسره شوې چې پړه یې هم د ټاکنو خپلواک کمسیون او هم زورواکو او متقلبو کاندیدانو ته ګرځېده. د زورواکو او جنګسالارو کاندیدانو له خوا پر نورو ترسره شوو درغلیو سربېره، د کمسیون له خوا د بې کیفیته رنګ ستونزې د درغلۍ لپاره لا ډېره زمینه برابره کړه.
د ټاکنو په ورځ حتی دا هم وویل شول چې د ټاکنو د خپلواک کمسیون محلی چارواکو له کاندیدانو سره لاسونه یو کړی او ډېری صندوقونه د یو کاندید په ګټه ډک شوی دی او یا داسې هم وویل شول چې د ټاکنو محلی چارواکو په یوه ولسوالۍ کې چې د استحقاق له مخې یې پنځه کاندیدان درلودل د زیاتو رایې ورکولو لپاره له پنځه لس تنو پیسې اخیستی دی چې په دې لړ کې د خوست ولایت د ټاکنو د کمسیون د مشر نیول کېدل یې ښه ثبوت دی.
د ټاکنو د محلی چارواکو له خوا د درغلیو ترسره کولو اوس دا اندېښنه راپیدا کړې چې وروسته تر دې د پایلو د اعلان په پروسه کې به څومره شفافیت موجود وی او ولس ترکومه بریده پرې باور کولای شی؟ د ټاکنو خپلواک کمسیون تر دې وړاندې ویلی و چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې په اووه لسمه اعلانوی، خو وروسته یې وویل چې د همدغې میاشتې په اووه ویشتمه نېټه یې اعلانوی، بیا یې دا تاریخ دوه ورځې مخته کړ او د تلې په پنځه ویشتمه یې د پایلو د اعلان ژمنه وکړه، خو په ټاکلې ورځ یې وویل چې پایلې به درې ورځې نورې هم وځنډېږی. دا څرګنده نه ده چې دغه پایلې بیا هم په ټاکلې ورځ اعلان شی او که نه، خو د پایلو ځنډولو خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دی او دا پوښتنه کوی چې کمسیون ولې پایلې ځنډوی؟
دې اندېښنو ته په پام او په راتلونکی کې د ټاکنو پر کمېسیون د خلکو د اعتبار ساتلو په خاطر یاد کمسیون ته ښایی، چې د رایې شمېرنې پروسه په پوره شفافیت ترسره کړی. او په دې برخه کې د ولس قناعت ترلاسه کړی.