Back
ننګرهار کې له 2 تنو سره 30 میله وسلې ونیول شوې
Published: 1389/08/02 0:0News ID: 2470Source: ایرکا خبری آژانس

د ننګرهار پولیس په دې ولایت کې له دوو شکمنو کسانو سره د اوه دېرش میله وسلو او څه باندې څوارلس زرو مرمیو د نیونې خبرورکوی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور وایی دا وسلې او مهمات یې پولیسو پرون د ننګرهار په ثمرخېلو سیمه کې د یوه راپور له مخې له هغه موټره نیولی، چې ښکاره یې لرګی بارکړی وو او له تورخمه د جلال اباد خوا ته راته.
د سمونوال غفور په وینا، وسلو کې اکثره چره ییز ټوپکې دی، چې دوه شکمن کسان هم ورسره نیول شوی او اوس ترې پلټنې کېږی.
د امنیې قومندانۍ ویاند که څه هم دې مهماتو سره د دولت د وسله والو مخالفینو د تړاو څه نه وایی، خو زیاتوی، چې له دې وسلو به د ناسمو چارو لپاره ګټه اخېستل کېده.
ویاند همدا شان دا او له وروستیو راهیسې په ننګرهارکې د امنیتی ځواکونو نورې هڅې د دې ولایت د وضعې د ښه کېدو یو لامل ګڼی.
وسله وال طالبان، چې د ننګرهار د ډېرو امنیتی پېښو مسولیت منی، له ادعا شویو دې وسلو او مرمیو سره یې د تړاو یا نه تړاو په اړه نظر اخېستو کې پاتې راغلو.