Back
افغانستان کې د ملکی مرګ ژوبلې په اړه پلټنې
Published: 1389/08/04 0:0News ID: 2495Source: ایرکا خبری آژانس

نړیوالو ځواکونو ویلی، چې دوى د افغانستان په جنوب کې د هغو 25 ملکی وګړو د مړینې په اړه پلټنې کوی، چې د ناټو ځواکونو په هوایی برید کې وژل شوی وو.
ناټو ځواکونو په هلمند ولایت کې د هوایی برید پخلى کړى وو، خو ویلی یې وو، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کې ملکی وګړی نه وو وژل شوی.
اى پی خبری اژانس د افغان چارواکو له خولې خبر ورکړى، چې د ناټو ځواکونو په دغه هوایی برید کې 25 ملکی کسان وژل شوی.
د هلمند د ولایتی شورا مشر فضل باری په وینا، ځایی چارواکو ده ته ویلی، چې په دغه برید کې 25 تنه وژل شوی او ښایی دغه شمېره لوړه شی.
د نوموړی په وینا، وژل شوی کسان د هلمند ولایت د بغران کلی په جومات کې ناست وو، خو د ناټو چارواکو ویلی وو، چې دوى ته تر اوسه داسې راپور نه دى ور رسېدلى، چې برید کې دې کوم جومات په نښه شوى وی.
د صالح په نامه یوه عینی شاهد اى پی اژانس ته ویلی، چې سهار 2 بجې بهرنی سرتېری دغې سیمې ته راغلل او له هوایی برید وړاندې یې له وسله والو طالبانو سره لنډه نښته وشوه.
د صالح په وینا، د دغه لوى جومات یوازې دوه دېواله او یوه وړه خونه روغه ده، نور ټول جومات ویجاړ شوى، چې خلک اوس هم له جوماته د مړیو په راویستلو بوخت دی.
د افغانستان په جنوب او ختیزو ولایتونو کې د پاکستان پولې ته څېرمه، وسله والو طالبانو تل د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه توده ساتلې او دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ترې راځی.