
د لغمان ولایت د پوهنې چارواکی وایی، شاوخوا پینځه اویا ښوونځی یې ودانۍ او ګڼ نور یې مسلکی ښوونکی نه لری، چې له امله یې ستونزو سره مخ دی.
د لغمان د پوهنې رئیس اسدالله رویا، چې دا خبره یې د یوې ځانګړې مرکې پرمهال کلید ته وکړه وویل، چې په دې ولایت کې ټول دوه سوه اویا ښوونځی دی، چې پینځه اویا یې بېخی ودانۍ نه لری.
رویا پردې سربېره څلور پنځوس نور ښوونځی هم بې ودانۍ ګڼی، خو وایی دې شمېر ښوونځیو ته د ودانیو پر جوړولو کار روان دى.
د لغمان د پوهنې رئیس په دې مرکه کې کلید ته د مسلکی ښوونکو کمښت هم له خپلو لویو ستونزو څخه وګڼله، خو دا یې ونه ویل، چې څومره مسلکی ښوونکو ته اړتیالری.
لغمان د چارواکو په وینا، په دوه سوه اویا ښوونځیو کې یولک او شپږ اویا زره زده کوونکی لری، چې د څلورنېم زرو ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کېږی.
د ورته ستونزو یادونه د دې ولایت ګڼو زده کوونکو هم کړې وه، خو په خبره یې، چې کوم ځاى یې نه دى نیولى او پرمرکزی حکومت سربېره ولایتی چارواکو هم ورته پام نه دى کړى.