Back
کندوز کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان بمی چاودنه
Published: 1389/08/09 0:0News ID: 2547Source: ایرکا خبری آژانس

د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې د د سړک د غاړې بمی چاودنې پایله کې 2 بهرنی سرتیری ټپیان شول دی.
دغه خبره په کندوز کې د ایساف ځواکونو ویاند کلید ته کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې او د ټپی سرتېرو حالت د اندېښنې وړ نه دى.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته په خپلو خبر کې ویلی، چې د چهاردرې په سرک بالا کې یې په دوه بېلابېلو چاودونو کې د بهرنیو ځواکونو دوه عرادې ټانګونه ویجاړ کړی، چې په پایله کې یې د طالب د ویاند په خبره، 5 بهرنی سرتیری وژلی او3 نور ټپیان دی.
چهادره په کندوز کې یو له هغو ولسوالیو څخه ده، چې وخت ناوخت په کې د وسله والو طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ د نښتو ریپوټونه ورکول کېږی.