Back
کندهار کې بمی چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل
Published: 1389/08/22 0:0News ID: 2710Source: ایرکا خبری آژانس

نن له غرمې وروسته څه باندې 2 بجې د کندهار ښار په عینو مېنه کې بمی چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې 5 تنه ټپیان شول.
په سیمه کې عینی شاهدانو کلید ته وویل، چې دغه چاودنه په یوه موټر سایکل کې د ځاى پر ځاى شویو چاودېدونکو توکو پر مټ شوې، چې د عینو مېنې د ښارګوټی د دفتر په تم ځاى کې درول شوى و.
ځایی امنیتی چارواکو لا په دې اړه څه نه دی ویلی، خو د میرویس روغتون ډاکتران وایی، چې دوى ته یې د پېښې له ځایه پنځه ژوبل کسان، چې د خټو کاریګر دی ور وړی دی.
په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوی دی.
د یادې چاودنې مسؤلیت تر اوسه لا چا پر غاړه نه دى اخیستى.