ځایی چارواکو ویلی، چې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتی کاروان برید کړى، چې په ترڅ کې یې د دغه کاروان یو موټر سوځېدلى دى. د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د اپراسیون امر محمد منیر د پېښې پخلى کړى او ویلی یې دی، چې د بهرنیو ځواکونو اکمالاتی کاروان، چې امنیتی چارې یې د یوې شخصی امنیتی کمپنۍ پر غاړه وې د بکوا ولسوالۍ په چلګزی سیمه کې د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغلى دى. نوموړی زیاته کړې، چې دغه برید تېره شپه 12 بجې شوى، چې په ترڅ کې یې د دغه کاروان یو موټر سوځېدلى دى. د منیر په وینا، په نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو دى یې په اړه کره معلومات نه لری. وسله والو طالبانو لا په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی. د بکوا ولسوالۍ له هلمند ولایت سره نښتې پوله لری، چې د کارپوهانو په وینا، وسله وال طالبان له همدې لارې په لویدیزو ولایتونو کې د ترهګریزو بریدونو تر سره کولو لپاره کار اخلی.