Back
هرات کې د ماین چاودنې 5 تنو ته مرګ ژوبله واړوله
Published: 1389/09/03 0:0News ID: 2857Source: ایرکا خبری آژانس

ځایی امنیتی چارواکو ویلی، چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ 5 تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دوى په وینا، دغه پېښه پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې یو تن مړ او 4 نور ټپیان دی.
ویل کېږی دغه کسان په یوه فلانکوچ ډوله موټر کې سواره وو، چې د انجیل ولسوالۍ په جبرائل سیمه کې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.
د هرات ولایت د سیمه ییز روغتون یوه نوکریوال ډاکټر رامش کلید ته وویل، چې د ټپیانو روغتیایی حالت نسبتاً ښه دى.
که څه هم ځایی پولیس وایی، چې دا ماین په دې لاره کې پخوا اېښودل شوى و، خو ځایی خلک وایی، چې اوسنى دى، ځکه پر دې لاره هره ورځ د ولسی خلکو ترڅنګ نظامی موټرې هم تګ راتګ کوی.
په وروستیو دوو میاشتو کې دا په دې سیمه کې دویمه خونړۍ چاودنه ده، چې په ترڅ کې یې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوړی.