Back
پکتیا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو چاڼیز عملیات
Published: 1389/09/08 0:0News ID: 2914Source: ایرکا خبری آژانس

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزیو سیمې اوسېدونکی وایې، چې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو له خوا په سیمه کې عملیات شوی دی، چې له امله یې یو تن وژل شوى او څلور نور ځواکونو له ځانو سره بیولی دی.
دا عملیات، چې د مموزیو سیمې د زاړه کډوس په کلی کې شوی دی په اړه یې د سیمی اوسیدونکی وایی، چې بهرنیو ځواکونو د ملکی خلکو کورونه تالاشی کړی دی او د تالاشۍ په ترڅ کې یې یو تن عمر خوړلى وژلى او څلور تنه یې له ځان سره بیولی.
د سیمې اوسېدونکی دا هم وایی، چې ځواکونو د کورونو د تالاشۍ په لړ کې پیسې او نور توکی هم له ځان سره وړی دی.
افغان ځایې چارواکی د عملیاتو پخلى کوی او وایی، چې ځواکونو څلور تنه له ځان سره وړی او څلور کلاشینکوفونه یې هم نیولی دی، خو دا نه په ډاګه کوی، چې په عملیاتو کې به ملکی وګړی او که وسله وال جنګیالی په نښه شوی وی.
په سهیل ختیځ زون کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتی دفتر لا تر دې دمه رسنیو ته د عملیاتو په اړه څه نه دی ویل شوی.
په سیمه کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې په عملیاتو کې د دوى ملګری نه وژل شوی او نه نیول شوی دی، نوموړى د عملیاتو ځپلی یوازې ملکی خلک بولی.
پاتې دې نه وی، چې په زرمت ولسوالۍ کې د لوى اختر له ورځې را په دېخوا بهرنیو ځواکونو عملیات پیل کړی دی او په اړه یې چارواکو هر ځل په نښه شوی وسله وال طالبان ګڼلی، خو ملکی خلکو او وسله والو طالبانو ډیرى ځلې په نښه شوی ملکی کسان بللی دی.