د دولت دوه وسله والې مخالفې ډلې وسله وال طالبان او حزب اسلامی دواړه هغه سرحدی پولیس د ځان اړوند ګڼی، چې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې یې پرون مازېګر د یوې روزنې پرمهال شپږ امریکایی سرتېری ووژل. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټلیفونی اړیکه کې کلید ته وویل، چې وژل شوى سرحدی پولیس عزت الله نومېږی، چې له ډېر پخوا څخه پر امریکایی ځواکونو د یوه همداسې برید په نیت د سرحدی پولیسو لیکو سره مل شوى و. مجاهد دغه راز د شپږو امریکایی سرتېرو پروژلو سربېره دعوه وکړه، چې ده اووه نور امریکایی سرتېری هم ټپیان کړی دی. په ورته وخت کې د حزب اسلامی وسله والې ډلې یوه ویاند زبیرصدیقی په یوه لیکلی ټلیفونی پیغام کې کلید ته ویلی، چې پر امریکایی سرتېرو پرونى بریدګر پولیس، چې دى یې نوم وحیدالله ښیی،د دوى ملګرى و. صدیقی په پېښه کې یوازې د شپږو امریکایی سرتېرو د وژل کېدو دعوه کوی، خو د وسله والو طالبانو ویاند یې دعوه ردوی او وایی وژل شوى پولیس د دوى ملګرى و. د پچېراګام ولسوال فاروق همت که څه هم د دغه پولیس تړاو له وسله والو مخالفینو سره رد نه کړ وویل، چې دغه سرحدی پولیس عزت الله او پلار یې عجب ګل نومېده. د ده په وینا دى د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو استوګن و او له پخوا راهیسې د سرحدی پولیسو په لیکه کې و. په ختیځ کې د سرحدی پولیسو قومندان او په همدا شان د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی ادارې سره مو په دې اړه د خبرو هڅه وکړه، چې د نه حاضرېدو له امله یې پاتې راغلو. هېره دې نه و ی، چې په ننګرهار کې پرونۍ دا پېښه په دې سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د ناباورۍ لومړۍ درنه پېښه ګڼل کېږی.