Back
له ایدز سره دمبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه
Published: 1389/09/11 0:0News ID: 2959Source: ایرکا خبری آژانس

د اچ ای وی یا ایدز پرخلاف دمبارزې نړیواله ورځ نن دعامې روغتیا وزارت له خوا ونمانځل شوه .
د اچ ای وی یا ایدز پرخلاف دمبارزې نړیواله ورځ نن دعامې روغتیا وزارت له خوا ونمانځل شوه . دعامې روغتیا وزارت مقامات وایی چې دغه ورځ دغې کورګډی ناروغی ته دپاملرنې او دغه راز دهغې له امله درامنځته شویو خطرونو دخپریدو په لارو چارو دخلکو دپوهاوی دکچې دلوړولو لپاره نمانځل کیږی . د ایرکا خبری آژانس دخبریال دخبر له مخې، دعامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکترې ثریا دلیل په هغو مراسمو کې چې پرځاى شوی و وویل چې دایدز پرخلاف دمبارزې نړیواله ورځ سږ کال د بشر حقوقو د اچی ای وی خدمتونو ته ډله ئیز لاسبری ، ترشعار لاندی نمانځل کیږی یعنې د اچی ای وی وقایوی درملنې او دڅارنې خدمتونو ته د ټولو لاسبری دانسانی حقوقو اساسی برخه ده . ډاکترې دلیل وویل چې تراوسه پوری په ټول افغانستان کې د اچی ای وی 636 پیښې ثبت شوی دی او آتکل کیږی چې په هیواد کې به ددغې ناروغی داخته کسانو شمیر له دوو څخه تر دریو زرو تنو پوری وی . دې وویل له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې ددغې ناروغې پراختیا په ټیټه کچه کې ده خو په هیوادکې ددغه ویروس دخپریدو عوامل شته . دعامې روغتیا وزارت سرپرستې په دغو مراسمو کې وویل چې بی وزلی ، اقتصادی ستونزې ، بیسوادی ، کورنی او بهرنی مهاجرتونه ، دنشه یی توکو دکرکیلی ، استعمال او قاچاقو عمومی جګوالی له غیر خوندی لوری دوینې پیچکاری او تطبیقول هغه عوامل دی چې د ناروغی دخپریدو سبب ګرځې . دې دناروغی دخپریدو په لاروچارو دخلکو دپوهی دکچې ټیټوالی او دغه راز په ناروغی داخته کسانو پرخلاف توپیر دعامې روغتیا وزارت دلاری نوری ستونزې وبللی . ډاکترې دلیل وویل چې د 2009 میلادی کال درپوټ له مخې په نړۍ کې دری دیرش ملیونه تنه د اچی ای وی یا ایدز په ناروغۍ اخته دی چې نیمایی یې ښحې دی . دې وویل چې اوس دعامې روغتیا وزارت دکابل ، هرات ، غزنی ، کندهار ، ننګرهار ، کندز ، بلخ او بدخشان په ولایتونوکې د مشوری ورکولودلسو مرکزونو دلومړنیو خدمتونو دوړاندی کولو پنځلسو مرکزونو دداوطلبانه ازمایښت او په کابل او هرات کې د اچی ای وی ددوو مرکزونو له لاری کنترولی خدمتونه کوی . په دغو مراسموکې ډاکترې دلیل له دغه وزارت سره دټولو مرستندویو مرکزونو او نړیوالو موسسو دمرستې له امله قدردانی وکړه او په افغانستان کې ددغې ناروغی دخپریدو پرخلاف دمبارزې په کار کې ددوى دزیاتو مرستو ددوام غوښتنه وکړه . په دغو مراسمو کې دغه راز دنړۍ دروغتیایی سازمان، دیونیسف اداری او دنورو مرستندویو ادارو استازو هم خبری وکړی او دعامۍ روغتیا له وزارت سره یې دخپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ .