Back
بغلان کې پر یوې امنیتی پوستې د وسله والو طالبانو برید
Published: 1389/09/11 0:0News ID: 2964Source: ایرکا خبری آژانس

د بغلان ولایت امنیتی چارواکی وایی، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د همدې ولایت په پلخمری ولسوالۍ کې پر یوې امنیتی پوستې برید کړى او د تېلو یو ټانکر یې هم سوزولى دى.
د بغلان ولایت یوه دولتی چارواکی کلید ته د نوم د نه ښوولو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېر مازیګر د پلخمری ولسوالۍ په چشمه شیر سیمه کې رامنځته شوې.
د نوموړی په وینا، دغه برید تر 6 بجو پورې دوام درلوده، خو په وینا یې، هیڅ تلفات نلری.
د سرچینې په وینا، د برید د پرشاه تمبولو وروسته وسله والو طالبانو د یوې شخصی کمپنۍ د تېلو ټانکر ته اور ورته کړى.
تراوسه پورې څرګنده نه ده، چې د تیلو دغه ټانکر د نړیوالو ځواکونو و او که د شخصی کمپنۍ، خو ډېری وختونه په یاده لاره وسله وال طالبان دغه ډول بریدونه ترسره کوی.
د یو بل خبر له مخې نامعلومو وسلوالو تېره شپه نهه بجې او شل دقیقی د مرکزی بغلان د ذخیره آب په سیمه کې د اتصالاتو د مخابراتې شرکت یوه ستنه په مکمل ډول وسوزوله.
د مرکزی بغلان مسؤلین وایی، چې په دې تړاو یې څوک ندی نیولی، خو په اړه یې پلټنې روانې دی.
په یاده سیمه کې ډیرې وختونه د مخابراتې شرکتونو ستنې په نښه کیږی او د اتصالاتو د ستنې له منځه وړولو دا پېښه دویمه هغه وه.
وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه نه دی ویلی.