Back
ویکی لیکس پاڼه دامریکا په خوښه سندونه خپروی
Published: 1389/09/15 0:0News ID: 3017Source: ایرکا خبری آژانس

دترکیې لومړی وزیر په تورونو لګولو دامریکا دډیپلوماټانو په تورنولو سره وویل دویکی لیکس اینټرنیټ پاڼې لخوا ایشوا شوی پټ سندونه دهیوادونو داړیکو دخرابیدا په هدف سره خپاره شوی دی .
ایرکا خبری آژانس راپور ورکړ دترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان په یوې وینا کښې چې این ټی وی ټیلی ویژن خپره کړه وویل دویکی لیکس اینټرنیټ پاڼې دغه سندونه په حقیقت کښې دهغو اوازو ، تورونو او ادعاګانو ټولګه ده چې داینټرنیټ له لارې په ټوله دنیا کښې خپاره شوی دی .
دترکیې لومړی وزیر په دوام کښې دغه پوښتنه وکړه چې ایا ددغو پټو سندونو خپرول دامریکا کار دی یا دبل کوم هدف لپاره ترسره شوی دی ؟
دترکیې لومړی وزیر ددغه پوښتنې په ځواب کښې وویل ددغو سندونو خپرول یو ډول تبلیغات دی چې دخاصو هیوادنو اړیکو ته دتاوان درسولو لپاره پلان شوی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې دایران داسلامی ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد وړاندې د ایرکا خبری آژانس چینل دخبریال دپوښتنې په ځواب کښې ویلی چې دویکی لیکس اینټرنیټ پاڼې لخوا دپټو سندونو خپرول کاملا یو پلان شوی پروګرام دی او خاص هدفونه تعقیبوی .
د سیاسی چارو کارپیژاندی وای چې ویکی لیکس اینټرنیټ پاڼه دامر یکا دجاسوسۍ ادارې سی ای ای په کاملې غږملتیا او خوښې سره دتش په نامه پټ سندونه خپروی چې ددنیا دهیوادونو اړیکې خرابې کړی او هغوې په خپلو کښې سره وجنګوی .
دغه کارپیژاندی وای که چیرې ددغو سندونو خپریدل دامریکا په تاوان وائ نو ویکی لیکس پاڼې به هیڅ کله دا جرات نه وو کړی چې دغه سندونه خپاره کړی.
کارپیژاندی وای رسندوې دامریکا په لاس کښې دی او امریکا یوه کوچنۍ اینټرنیټ پاڼه په دومره چټکې سره مطرح او خلکو ته ورپیژندله چې مقصد یې ټولو ته ښکاره دی او هغه داچې امر یکا له دغه پاڼې دیوې اوزاری او تبلیغاتی ادارې په توګه کار اخستی .