Back
وسله والو طالبانو په اخلاقی فساد تورنه ښځه ووژله
Published: 1389/09/18 0:0News ID: 3069Source: ایرکا خبری آژانس

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوال ملا محمدعمر وویل، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بهر لعل په سیمه کې زرمینه نومې، چی دهغه په خبره په اخلاقی فساد تورنه وه له محاکمې پرته په ډدزو وژله.
د سیمې خلک هم پېښه تاییدوی او وایی، چې یاده پېښه دوه شپې دمخه په یوه بجه رامنځ ته شوې وه؟
تر دې دمخه هم وسله والو طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې یوه ښځه د زنا په تور د خلکو پر وړاندې په کاڼو ویشتې وه.
د وسله والو طالبانو په دې کار په تخار ولایت کې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون خواخوږی ښودلې او دغه پېښه یی غندلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامی شریعت په رڼا کې کله، چې یوه ښځه د زنا مرتکبه شی او 4 شاهدان پرې تېر شی، بیا د شریعت مطابق پرې حد نافذېږی.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دی ویلی، خو ویل کیږی، یاده ښځه په زنا تورونه وه.