Back
دافغانستان دانتخاباتو کمیسیون دلوی څارنوال غوښتنه رد کړه
Published: 1389/09/22 0:0News ID: 3118Source: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان دانتخاباتو خپلواکه کمیسیون دپارلمان دانتخاباتو دنتیجو دباطلیدا لپاره دلوی څارنوال غوښتنه رد کړه .
زمونږ خبریال وای دافغانستان دانتخاباتو دخپلواکه کمیسیون مشر فضل احمد معنوی دپارلمان دانتخاباتو دنتیجو دباطل اعلانولو لپاره دلوی څارنوال دغوښتنې په ردولو سره خبرداری ورکړ دانتخاباتو دپایلو په باطلیدا ټینګار په افغانستان کښې دکړکیچ درامینځته کیدا سبب کیدلای شی .
هغه په دوام کښې ټینګار وکړ له قانونی نظره دافغانستان دانتخاباتو له کمیسیون پرته هیڅ اداره دانتخاباتو دپایلو د ردولو یا تایدولو حق نلری .
فضل احمد معنوی دې ته په اشارې سره چې چمتو دی په دې اړه خبرې وکړی دلوې څارنوالې دفت یې قانون ته په بې پامۍ تورن کړ .
دافغانستان لوی څارنوال پرون ویل په انتخاباتو کښې ددرغلیو په باره کښې یې خپل تحقیقات بشپړ کړی دی او دهغو پراساس وړاندیز کوی چې دافغانستان دانتخاباتو نتیجې ددرغلۍ دپراخه اندازې په دلیل باطلې اعلان شی .