دکندوز په امام صاحب ولسوالې کې تیره ورځ 12 تنه وسلوال طالبان له دولت سره یوځاى شول دیوځاى شویوکسانو په اړه دیادې ولسوالۍ ولسوال محمدایوب حقیار وویل ، چې دغه ډله چې مشری یی ملا امین الله کوله دخپلو12 ملګرو سره تیره ورځ د دولت دسولې له پروسی سره یوځای شول . حقیار زیاته کړه، چې دوی 10میله سپکه وسله اودوې مخابرې هم له ځانه سره دولت ته وسپارلې. حقیار وایی ،چې یاد کسان به له دې وروسته دعامه نظم ساتنې په پولیسو کې ځاى پرځاى شی اوپه یاد ولایت کې به دسولې له پروسی سره مرسته وکړی . وسلوالوطالبانو تراوسه په دې اړه څه ندی ویلی