Back
د لغمان پر دوو ولسوالیو د وسله والو طالبانو برید
Published: 1389/09/23 0:0News ID: 3148Source: ایرکا خبری آژانس

وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان د دوو ولسوالیو پر ودانیو مخامخ بریدونه کړی، چې چارواکی یې په پخلی سره د کوم زیان اوښتل نه منی.
د لغمان د امنیې قومندانۍ ویاند سمونیار عبدالرازق همکار وایی، پرالیشنګ او دولت شاه ولسوالیو بریدونه شوی، خو پولیسو یې په ځوابی ډزو سره بریدګر په شا کړی.
پولیس ویاند د بریدونو څرنګوالى په ډاګه نکړ، خو ویې ویل، دواړو لوریو ته کوم زیان نه دى اوښتى.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د بریدونو د مسؤلیت منلو ترڅنګ کلید ته وویل، چې په بریدونو کې یې د زیان اوښتو یانه اوښتو معلومات نه لری.
د لغمان پر یو شمېر ولسوالیو پخوا هم ورته مخامخ بریدونه شوی وو، چې د اوس په څېر چارواکو پکې زیان اوښتل نه منل.
د دې ختیځ ولایت امنیتی پېښې هم لکه د نورو په شان په وروستیو کې زیاتې شوی، چې یو شمېر ولسی خلک یې اندېښمن کړی.